(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۵) الماس خدرخېل
له تېرې يوې اوونۍ راپديخوا د هلمند ولايت په سنګين، نادعلي، ګرمسير او مارجې ولسواليو کې د دولتي ځواکونو له لوري عمليات پیل شوي، چې طالبان وايي د دوی د سخت مقاومت او جګړو سره مخ دي.
وسله والو طالبانو تازه رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره ورځ يې په مارجې ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو سره سخته جګړه کړې.
د چهارشنبې په ورځ دولتي ځواکونو غوښتل چې د دغې ولسوالۍ مربوط د وکيل وزيرچاراهي دشت په سيمه کې عمليات وکړي، چې د طالبانو د کلک مقاومت سره مخ شوه او درنه جګړه شوې.
يوې امنیتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې دولتي ځواکونه په پرلپسې توګه هم ونه توانېدل چې عمليات وکړي او بيرته خپلو مرکزونو ته ستانه شول.
طالبان وايي، په مارجه کې يې د دولت عمليات له ماتې سره مخ کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه جګړه کې د (قوماندان خان اغا) په ګډون ۶ تنه عسکر وژل شوي او يو شمير نو ټپيان دي.
تر اوسه په دې اړه د دولت رسمي سرچينو څه نه دي ويلي.
















