نظرپوښتنه: المانيان له افغانستانه د خپلو ځواکونو ويستل غواړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۵) الماس خدرخېل

په جرمني کې يوې تازه نظر پوښتنې څرګنده کړې، چې ډیری المانيان له افغانستانه د خپلو ځواکونو ويستل غواړي.

دا نظر پوښتنه د انزا په نوم يو انسټيوټ د دغه هېواد د بيلد ورځپاڼې په غوښتنه ترسره کړې ده.

دغې ورځپاڼې په خپلې ننۍ ګڼه کې ليکلي، چې د پوښتل شويو کسانو ۵۵ سلنه يې له افغانستانه د الماني ځواکونو وتل غواړي.

دغه راز له د المان د بديل ګوند د ۷۵ سلنه پلويانو د او کيڼ ګوند ۷۱ سلنه پلويانو په افغانستان کې د الماني ځواکونو د پاتې کېدلو سره مخالفت ښودلی دی چې د ديموکرات ګوند ۵۹ سلنه او د سوسيال ديموکرات ګوند ۵۸ سلنه کسانو هم ورته نظر روکړی دی.

په افغانستان کې اوس مهال شاوخوا زر الماني پوځيان ميشت دي، چې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې خپلې دندې کوي.

تر دې مخکې د دغه هېواد دفاع وزير ويلي و چې د پنځو نورو کلونو لپاره به په افغانستان کې الماني پوځيان پاتې کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button