سرچينه: امريکا افغانستان ته څلور زره پوځيان ليږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۶) الماس خدرخېل
د امريکا د حکومت يوه چارواکي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته پرون ويلي چې ښايي دفاع وزارت افغانستان ته څلورزره اضافي پوځيان واستوي.
رسنۍ د نوموړي نوم نه دی څرګند کړی خو د هغه له قوله يې ليکلي چې د امريکا د دفاع وزير جېمز مېتس به په راتلونکو څو ورځو کې افغانستان ته د څلور زره امريکايي ځواکونو د لېږلو اعلان وکړي.
د افغانستان د ولسي جرګې يو شمير غړي او د ځينو بنسټونو مشران افغانستان ته د نورو عسکرو د رالېږلو سره مخالفت څرګند کړی.
خو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان تر دې مخکې څو وارې له خپل حکومت نه غوښتنه وکړه چې دغه هېواد ته اضافي سرتيري ورواستوي.
د امريکايي مقاماتو د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکايي عسکر ميشت دي چې افغان ځواکونو ته د روزنې او مشورو سربيره وخت ناوخت په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې هم برخه اخلي.



