دا مڼه خو ما ته حرامه ده !!!!

ترجمه : عزیر اسد خیل

یوه ورځ یو ځوان هلک په یوه ویاله کې اودس کاوه چې ناګهانه د اوبو په سر یوه مڼه ورته مخې ته راغله، ځوان هلک مڼه راواخیسته او لږه یې وخوړه، لږه شیبه وروسته دا فکر ورسره پیدا شو؛ چې دا مڼه خو ما ته حرامه ده، زه باید د باغوان څخه ددې مڼې د خوراک بښنه وغواړم، ولاړ او او باغوان ته یې د بښنې عرض وکړ، باغوان ورته وویل چې زه د باغ څښتن نه یم، ته لاړه شه او د باغ له څښتن څخه د مڼې د خوراک بښنه وغواړه.
د باغ د خاوند کور د یوې شپې او ورځې د مزل په اندازه لیرې ؤ، خو هلک د باغ د مالک کور ته ورغی او د مڼې د خوړلو بښنه یې ورنه وغوښتله، د باغ مالک چې د هلک تقوا ولیده؛ نو ورته ویې ویل چې تا په یو شرط بښم، هغه دا چې ته باید زما له لور سره واده وکړې!!
ولې مخکې له دې چې ته زما له لور سره واده وکړې؛ نو د هغې ټولې ځانګړتیاوې زه درته وایم، ځکه زما لور کڼه، ګونګه، ړنده او شله ده.
هلک چې بله چاره یې نه درلوده، د جنۍ واده ته ددې لپاره تیار شو، چې د باغ څښتن ورته د مڼې د خوراک بخشش وکړي.
کله چې یې له جینۍ سره واده وکړ، نو په اوله شپه یې په خپلې ناوې سلام واچاوه،
ناوې وعلیکم السلام وویل، راپاڅېده او خپل میړه یې له لاسه ونیو، د جنې خاوند هک پک پاتې شو، چې زما ناوې خو نه شله، نه ګونګۍ او نه هم کڼه ده؟؟!!
جینۍ هلک ته وویل، زما پلار چې تا ته ویلي وو چې زما لور ړنده ده، هغه دا معنی چې ما هیڅ نا محرم انسان په سترګو نه دی لیدلی، بیا یې درته ویلي وو چې زما لور کڼه ده، هغه دا معنی چې ما تر اوسه د نامحرم انسان غږ نه دی اورېدلی، بیا یې درته ویلي وو چې زما لور ګونګۍ ده، ځکه زما ژبې له حق ویلو او د الله تعالی له ذکر پرته هیڅ خبره نه ده کړې او بیا یې درته ویلي وو چې زما لور شله ده، ددې دا معنی ده چې ما تر اوسه هغه ځای ته په پښو حرکت نه دی کړی؛ د کوم ځای په تګ چې الله تعالی په قهر کیږي.
نو ځوان ډیر خوشحاله سو او خپلي میرمنی تی وویل چی اوس نو راشه د رب العالمین عبادت وکړو چی دومره لوی احسان یی راسره وکړ ! نو ځوان او میرمني یی ښه ډیر عبادت وکۍ، حتا چی سهارني خوا سوه لیا یی جماع سره وکړه نو په دغه برکتی شپه باندی د میرمنی ماشوم په نس سو.
نو ایا تاسو خبر يي ؟!
چي يو څه وخت وروسته هغه ماشوم پيدا شو
چي اوس يي خلك د امام اعظم ابوحنيفه رحمه الله په نوم يادوي…
ګرانو خویندو او ګرانو ځوانانو! د الله په خاطر خپله ځواني په لهو لعب کې مه تېروئ او د آخرت لپاره توښه برابره کړئ!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button