خوږو ته خواږه او ترخو ته ترخه

هیواد:
اساسي بدلون؛ كه نه د همدغو غميزو دوام
سیاسي تحلیل ګر:
بلکې ورځ تر بلې د غمیزو اضافه والی

ویسا:
له بدمرغيو د وتلو لپاره كومه لاره غوره ده؟
سیاسي تحلیل ګر:
اسلامي حکومت

ارمان:
پردۍ توطيې؛ پخپلو كې سره لاس او ګرېوان ولس
سیاسي تحلیل ګر:
برعکس، پخپلو کې د لاس او ګریوان کیدلو پردیو ته د توطیو زمینه مساعده کړې.

اصلاح:
په استانه كې د نواز – غني توافق څه معنا؟
سیاسي تحلیل ګر:
تو مرا قاضي بګو ما تُرا ملا
ته زما ولس وهه او زه ستا

ویسا:
د خېمو اعتراض حكومت ته تكيه شو
سیاسي تحلیل ګر:
چې څوک ستړی شي نو حتما تکیه وهي

د امریکا د دفاع وزير:
د افغانستان په اړه په نوې تګلاره کې پر پاکستان او هند هم تمرکز شوی
سیاسي تحلیل ګر:
ځکه زمونږ د نیابتې جګړې اصلي سرچینې همدغه دي

مشرانو جرګه:
له امریکا سره امنیتي تړون نور د افغانستان په زیان دی
سیاسي تحلیل ګر:
نه! نه! نه! حوصله مه بایلئ لږ صبر نور هم وکړئ کفن خو یې درنه کش کړ، اوس هغه دوهم کار پاتې دی، چې هغه هم ترسره شي بیا یې د زیان اعلان وکړئ.

حامد کرزي:
په ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د درېیو ملکي وګړو وژنه غندو
سیاسي تحلیل ګر:
هم مو راوستي، هم مو د وژلو جواز ورکړی او هم یې غندئ، دا غندنې یواځې د ملت ذهنیت اغوا کولو پرته بله معنی نلري.

ویسا:
په شمال كې؛ خلك طالبانو او اربكيانو ته په ډبل عشر وركولو اړ دي
سیاسي تحلیل ګر:
ځکه چې اصلي ګنهګار همدا شهید روزونکی ملت دی!!!

اراده:
افغان حکومت په جوزجان کې له داعش سره بندیان تبادله کړي
سیاسي تحلیل ګر:
نو بیا خو هغه ورځ هم لرې نه ده چې قدرت هم ورسره وویشي.

اصلاح:
د بحران د لا ژورېدو اندېښنه!
سیاسي تحلیل ګر:
له ژور نه به نور څه ژور شي.

هیواد:
د هند د آزادۍ له تحريك سره څو ګامه
سیاسي تحلیل ګر:
او د افغانستان د غلامۍ له تحریک سره څوک ټوپونه

۸صبح:
بسوی آرمانهای مشترک ما
یعنی دموکراسي به جای اسلام

ویسا:
د خليج وروستى بحران او تر شا يې لوېديز استعماري سياستونه
سیاسي تحلیل ګر:
سیاستونه میاستونه نشته بس پطرولو ته چل جوړول دی

ماندګار:
باید در تلاش یافتن راه حل قانونی بحران بر آمد
سیاسي تحلیل ګر:
لا حل الا بالاسلام

سفارت امریکا در کابل:
انتخابات پارلمانی باید هرچه زودتر برگزار شود
سیاسي تحلیل ګر:
البته در یکی از ایالت های جدید امریکا (افغانستان)

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي:
د کورنیو چارو وزارت له درېیو پخوانیو مرستیالانو لومړني تحقیقات بشپړ شوي
سیاسي تحلیل ګر:
او ډیر زر ورڅخه رشوت واخیستل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button