هلمند قومي مشران: دولتي ځواکونه د تلفاتو په ليدلو له مارجې ووتل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۷) الماس خدرخېل
دولت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د هلمند ولايت په څلور ولسواليو کې یې د مخالفينو پر ضد عمليات پيل کړي دي.
اوس د دغه ولايت د مارجې ولسوالۍ قومي خلک وايي، چې دولتي ځواکونه د تلفاتو په ليدلو سره د يادې ولسوالۍ څخه وتلي او سيمه يې بیرته طالبانو ته خوشې کړې ده.
د مارجې ولسوالۍ پخوانی سرپرست ولسوال او قومي مشر قوماندان بازګل خان شمشاد ټي وي ته وويل، چې افغان ځواکونو دلته خپل عملیات وکړل خپل سرتیري یې وویستل خو بېرته یې دغه سیمه وسلهوالو ته پرېښوده، په دغو عملیاتو کې ډیر خلک زیانمن شول، ځواکونو ته تلفات هم واوښتل مصارف پرې شوي و خو دوی بېرته له دې سیمې ووتل او سیمه یې وسلهوالو طالبانو ته پرېښوده.
بل پلو د پوليسو د ۵۰۵زون قوماندان پاسوال عبدالرحيم چخانسوري بيا وايي، دوی له سیمې یواځې ترانسپورتي وسایط انتقال کړي، ځواکونه په خپلو ځایونو دي او تر هغې به ترې ونه وځي چې سیمه کې یې ګواښونه نه وي ختم کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و چې د مارجې عمليات يې له ناکامۍ سره مخ کړي او دغلته ورغليو دولتي ځواکونو ته يې زياته مرګ ژوبله اړولې ده.



