ترکيه د خليجي هېوادونو او قطر د ستونزې د اواري هڅې کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۷) الماس خدرخېل
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولودجاويش اوغلو د خليجي هېوادونو او قطر تر منځ د وروستۍ راولاړې شوې ستونزې د حل په موخه دا ځل د سعودي عربستان پلازمينې رياض ته تللی او د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبدالعزيز سره يې کتلي دي.
نوموړي له ملک سلمان سره د ترکيې په استازولۍ د خلیج ديپلوماتيک کړکيچ په اوارۍ خبرې کړي او له هغه يې د دغه ستونزې د ختمولو غوښتنه کړې.
ښاغلی اوغلو تر دې مخکې، د يادې ستونزې د حل په موخه قطر او کويټ ته هم سفرونه کړي و.
نوموړي رسنيو ته ويلي، چې قطر او سعودي ته د ده د سفر موخه له دواړو اړخونو سره مخامخ خبرې کول دي، د دواړو لوريو خبره اوريدل او مونږ به د ستونزې د اواري لپاره خپل نظر وړاندې کړو.
هغه وايي چې د سعودي له پاچا سره يې په ياده ستونزه بحث کړی، د هغه نظر يې اورېدلی او سعودي چارواکو ته يې د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه پيغام هم رسولی دی چې (پاچا سلمان کولای شي، له خپل شان سره سم له قطر سره روان کړکېچ اوار کړي او ترکيه په دې اړه هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو ده).
د اوغلو په وينا د قطر پر وړاندې لګول شوي بنديزونه او دغه ډول پريکړه کول ناسم کار دی په ځانګړې توګه د روژې په دې مبارکه میاشت کې.
دا په داسې حال کې ده،چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل جبير چې اوس مهال د لندن په سفر بوخت دی خبريالانو ته ويلي چې څلور عرب هېوادونه له قطر څخه د خپلو شکایتونو د نوملړ په چمتو کولو لګیا دي.
د نوموړي په خبره په دې کې سعودي، متحده عربي امارات، بحرين او مصر دي چې ډېر ژر به د شکايتونو دغه نوملړ قطر ته وسپاري.



