امريکايي الوتکې د سوريې هوايي ځواک الوتکه نسکوره کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۹) الماس خدرخېل

د راپورونو له مخې، د امريکا يوې جنګي جيټ الوتکې دسوريې د هوايي ځواک يوه جنګي الوتکه هغه مهال رانسکوره کړه، چې د داعش ضد پر وسله والو يې بمونه وغورځول.

د امريکا په مشرۍ نړيوال ائتلاف ويلي، چې امريکايي ايف ۱۸ جيټ الوتکې د سوريې  “یو سو ۲۲”  ډوله جنګي الوتکه تيره ورځ د رقه ښار په شاوخوا سيمه کې ويشتلې ده.

د سوريې د الوتکې پيلوټ لادرکه دی، ګمان کېږي چې نوموړی به هم وژل شوي وي.

نړيوال ائتلاف وايي، چې دغه الوتکه يې له ځانه د دفاع په خاطر ويشتلې او رانسکوره کړې ده.

په راپور کې ويل شوي، چې د سوري حکومتي الوتکې د دغه هېواد د ډيموکراتیک ځواک پر وسله والو بمباري کوله.

د سوريې پوځ د خپلې الوتکې د ويشتل کېدو خبر تائيد کړی دی خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

تر دې مخکې هم د امريکايي الوتکو په بمباريو کې د سوريې د حکومت عسکر وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button