ژباړه: عزیر اسدخیل
ګرانه ! ګوګل او فیس بوک او واتساپ او سکایپ یو ستر سیند دی، بې شمیره خلک پکې ډوب شوي دی، ځان ورته د شاتو مچۍ کړه، یواځې ښکلي مخونه یې ګوره هغه مخونه چې نورو ته ګټه واړوی او لومړی ورنه خپله ګټه پورته کړه.
ګرانه! د مچ په څیر مه کیږه، چې په هر ډول څیز ناسته وکړي او په غیر شعوري توګه ناروغۍ ولیږدوي.
ګرانه! له کمنټ ورکولو او شیر کولو نه مخکې سوچ وکړه، چې د الله تعالی رضا پکې نغښتې ده او که د هغه قهر؟ هیڅکله د یوه تن باره کې خبرې مه کوه چې څو درته په سمه توګه معلوم شوی نه وی.
ګرانه! په فیس بوک او واتس باندې هیڅکله له خپل سوچه خوی مه تیریږه، که نوم دی مستعار وی او څوک دې نه پیژنی هم، ځکه چې الله تعالی خو په پټو او ښکاره و خبر دی.
حبيبي .. لا تجرح من جرحك ، فأنت تمثل نفسك وهو يمثل نفسه.
ګرانه! هیڅکله بل چا ته بد رد مه وایه ، ځکه ته د خپل ځان استازیتوب کوی او هغه د خپل ځان.
ګرانه! ته پوهیږی چې زما عمر څومره دی؟ زما عمر ۲۷ کاله دی.
ګرانه! چې څه لیکې باید پاک وي، ځکه چې ته لیکل کوي نو پرښتې یې لیکي، او الله تعالی دغه ټول څاری او حساب به درسره کوي، کله چې لیکنې کوي له یاده مه باسه چې د آسمانونو د جبار خدای په مخ کې پښیمانه ولاړ وی.
ګرانه! د انټرنټ په سیند کې چې زه درباندې ویریږم هغه دا دی چې حرام څیزونه پکې ګورې، او د فسق او فجور او بې لارې کیدو پوسټونه پکې ننداره کوی.
که پوهیږی چې له حرامو ځان ساتلی شي نو له نت نه تل استفاده کوه، هم د ځان چوپړ کولی شی او هم د ټولنې، هڅه وکړه چې خپل دین او خپله عقیده خپره کړی.
او که پوه شوې چې په حرامو کې پریوزې، نو بیا د نټ له نړي نه وتښته، داسې لکه د یوه داړونکی حیوان نه چې تښتې، ځکه چې د جهنم اور ته دې راکاږي، او سبا به درسره خپل خدای په جګړه وي.
له نن نه له خپل خدای ج سره وعده وکړه چې ګناهونو ته به نه نږدې کیږي.


















