قطریانو ته ټاکل شوی ضرب الاجل پای ته ورسید

سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرین لخوا په دې هیوادونو کې د میشتو قطریانو لپاره ددې هیوادونو نه د وتلو ټاکل شوې څوارلس ورځنۍ  نیټه ختمه شوه.

د قطر بشري حقونو ملي کمیټې د راپور په اساس په یادو دریو هیوادونو کې شاوخوا ۱۹۲۷ تنه قطریان میشت دي چې د وتلو آخري نیټه یې تیره شپه په ۱۲ بجو پای ته ورسیده ،  بالمقابل د دې هیوادونو ۱۱۳۸۷ تنه اتباع بیا د قطري دولت تر سیوري لاندې ژوند کوي.

د جون میاشتې په ۵ نیټه څلورو عرب هیوادونو (سعودي، مصر، بحرین او متحده عرب اماراتو) له قطر سره په دې پلمه چې دا هیواد د ترهګرو (اخوان المسلمین او فلسطیني حماس غورځنګ) تمویل او تجهیز کوي، خپلې ټولې اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکې پریکړې او په دې هیواد یې هر اړخیز بندیزونه ولګول.

د چارو شنونکي د خلیج په دې کړکیچ کې د امریکا مستقیم لاس بولي، بلخوا سعودي د قطر په څنډې کولو سره له اسرایلو سره یو شمیر اقتصادي هوکړه لیکونه لاسلیک کړي چې په مټ به یې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري پراخه شي، قطر هم د انزوا د مخنیوي په خاطر کوټلي ګامونه اخیستي او د هندوستان په ګډون یې د یو شمیر هیوادونو سره سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي.

د یادونې وړ ده چې قطر یواځې د سعودي عربستان سره ځمکنی سرحد لري، چې له دې ورسته به دا هیواد ټول د اړتیا وړ توکي د هوا له لارې واردوي.

راپور: فرید افغان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button