(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۳۰) الماس خدرخېل
په جلال اباد ښار کې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله يو قاضي وژل شوی او درې کسان نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، چاودنه سهار مهال د جلال اباد ښار څلورم ماموريت مربوط د شيشم باغ په سيمه کې د محکمې د قاضي پر موټر شوې ده.
نوموړی زياتوي، په دغه چاودنه کې د استناف د محکمې يو قاضي شيررحمان وژل شوی او د هغه د دوه ورونو په ګډون درې کسان ټپيان شوي دي.
قاضي شير رحمان د ننګرهار ولايت د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ابتدايئ محکمې غړی و.
د ننګرهار د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې د پېښې له ځايه ورته دوه تنه ټپيان وروړل شوي چې حالت يې د ډاډ وړ دی.
تر اوسه د دغه بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

















