کابل ښار کې د معترضینو وروستۍ پاته شونې خیمې د پولیسو لخوا ونړول شوې.
د راپورونو په اساس بیګا شپه ناوخته پولیسو د تحصن په نامه په یادو خیمو هجوم وروړ چې ناڅاپي د معترضینو له غبرګون سره مخ شول، ویل کیږي پولیسو د معترضینو د تیت پرک کولو پخاطر له لاسي بمونو او ډزو کار اخیستی.
د وروستیو راپورونو په اساس د پولیسو پدې عملیاتو کې یو تن معترض وژل شوی او لسګونه نور ټپیان دي ،چې د ځینو حالت د اندیښنې وړ ښوودل شوی.
دکابل ښار پولیس وایی دا کار یې د راتلونکي اختر لپاره د لارو دخلاصون په موخه کړی ترڅو خلک اختر په خوښیو ولمانځي.
د یادونې وړ ده چې څو اونۍ مخکې د کابل ښار کې ستر موټر بم برید وشو چې د حکومت ضد عناصرو له دې موقع څخه په استفادې د ښار په مختلفو برخو کې د تحصن په نامه خیمې نصب کړې چې اساسي هدف یې د حکومت سقوط ؤ. یو شمیر خیمې تیره اونۍ د یو جوړجاړي په اساس ونړول شوې، خو پاتې هغه یې پولیسو بیګا په زور ټولې کړې.
یو شمیر سرچینې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي وایی چې د درول شوو خیمو لګښت د ایران لخوا ورکول کیږي، چې د هرخیمې ورځنی مجموعي لګښت ۵۰۰۰ دالره دی. چې د معترضینو په نامه د مشخصو افرادو جیبونو ته لویږي.
یو معترض رسنیو ته ویلي کله چې نوموړی پدې پوه شو چې په سر یې سوداګري روانه ده او سیاسي اشخاص ترې ناوړه استفاده کوي سمدلاسه یې خیمه پریښوده.
د کابل د بیګاه شپې حمله د شورای نظار ځینې عناصرو غندلې او دا یې یو وحشت بللی.
راپور: فرید افغان

















