(راپور: فرید افغان، نشروونکی کابل ټکی کام ۱۳۹۶/۴/۱)
د افغانستان لپاره د امریکایي مفتش جان سپکو ادارې ادعا کړې چې امریکا افغان ځواکونو ته په فیشني یونیفورم شاوخوا ۷۱ میلیون ډالر لګولي دي
د سیګار ادارې خپل وروستی راپور تیره ورځ خپور کړ چې پکې نوموړې ادارې یواځې دیونیفورم په فیشن د دومره ستر لګښت خبر ورکړی.
د راپور په اساس د ۲۰۰۷ کال راهیسې شاوخوا ۹۳ میلیون ډالره بودیجه یواځې په یونیفورم اخیستلو لګیدلې ده.
جانسپکو له یواس ټوډي نیوز سره دیوې مرکې په ترڅ کې څرګنده کړه چې که افغان سرتیرو ته د امریکایانو په څیر نظامي لباس غوره شوی وای نو ټولټال ۲۸ میلیون دالره لګښت پرې راته.
د یاد راپور په اساس ویل شوي چې د هغه وخت د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ هڅه کوله ترڅو نظامیانو ته ځنګلي لباس را ونیسي چې یواځې په همدې فیشن ۷۱ میلیون دالر لګښت راغلی .
د دغه راپور له مخې د هر هیواد د پوځ یونیفورم د هغه هیواد د چاپیریال مطابق انتخابیږي چې د افغان ځواکونو د یونیفرم رنګ د هغه هیواد د چاپیریال سره سمون خوري کوم چې ډیره برخه یې پر ځنګلونو اباده وي خو حال دا چې د افغانستان په سلو کې ۲،۱ برخه ځنګلونه دي.
د امریکا د دفاع وزارت د افغان ځواکونو د روزنې، تجهیز او پوستو جوړولو لپاره ۶۶ میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي، خو سیګار وايي چې ډېر ډالر بې ځایه لګول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې امریکا او متحدین یې هڅه کوي یوځل بیا افغانستان کې خپل نظامي رول زیات کړي دیو اس ټوډي د راپور په اساس د سیګار وروستی راپور د دې هیواد دفاع وزیر جیمس ماتیس ته هم رسیدلی چې هغه پرې هیڅ نیوکه او تردید ندی کړی.
د امریکایی سرپلټونکي اداره یا سیګار هڅه کوي تر څو د امریکا لخوا په نظامي، ښوونیزو،عام المنفعه چارو خصوصي سکتورونو او حکومتي جوړښت کې د لګول شوې بودیجې په هکله څیړنې وکړي چې تر اوسه یې د میلیاردونو دالر اختلاس راپورونه خپاره کړي دي

















