تبصره
له هغې ورځې چې پر افغانستان پوځې تېری پيل شوی او افغانان له خپلو کورونو کډو کولو ته اړشوي دي، تراوسه پورې داسې حالات نه دي برابر شوي چې له هېواده تللي کډوال دې بيا خپلو کورونو ته راستانه شي.
له هېواد نه په کډو شویو افغانانو کې زيات شمېر په پاکستان، ايران او اروپايي هېوادونو کې پناوي اخیستې دي، چې تېر کال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په چوکاټ کې د تېرو کلونو په پرتله زيات کډوال خپل هېواد ته را ستانه شول.
تېره ورځ چې په نړيواله کچه د کډوالو ورځ لمانځل کېده، افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو وزير سيد عالمي بلخي وويل، هېواد کې یې امنيتي حالات خراب او د دې قابل نه دي چې په دي سختو حالاتو کې افغان کډوال په زور خپلو کورونو ته ستانه کړل شي. د هغه په وينا هغه هېوادونه چې افغانانوته یې پناه ورکړې، بايد د افغانستان حالات په نظر کې ولري او بيا د افغان کډوالو په اړه پرېکړه وکړي.
د جرمني په شمول يو شمېر هېوادونو هغه افغانان چې په قانوني توګه د مېشتېدني اسناد یې نه لرل، بېرته افغانستان ته راليږلي دي، چې ايران او پاکستان خو د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې زيات شمېر افغان کډوال د آ، او، ايم د ادارې لخوا په پوره مرستو افغانستان ته په خپله خوښه ستانه کړل.
اروپايي ټولنه په دې ښه پوهېږي چې په افغانستان کې حالات ورځ په ورځ خرابېږي؛ خو په هغو هېوادونو کې خپله امنيتي حالات دې ته برابر شوي دي، چې د نورو هېوادونو اوسېدونکي خپلو هېوادونو ته ستانه کړي او په دې پروسه خپل هېواد کې امن ته لاره برابره کړي.
اوس چې په اروپايي هېوادونو کې د کورنيو ناامنيو له امله د پناه اخیستلو لپاره شرايط سخت شوي دي، بيا هم هر کال په زرګونو افغانان له سختو لارو غواړي اروپا ته ځان ورسوي، چې ځینو یې اروپا ته په رسېدو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دى.
د کډوالو د ورځې د لمانځلو په مراسمو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ويلي دي، په نړیواله کچه د کډوالو او بې ځایه شویو خلکو په کچه کې ډېروالی راغلی، چې شمېر یې ۶۵.۵ میلیونو ته رسېږي. د ۲۰۱۵ کال پرتله په کې ۳۰۰ زره ډېروالی راغلی دی.
جرمني هغه هېواد دى چې يو شمېر افغانان یې په څو جوپو کې هېواد ته راستانه کړل، خو په کابل کې د تيرو اونیو مرګونو پېښو له امله جرمني پرېکړه وکړه چې د څو ورځو لپاره رد شوي افغان کډوال په زوره بېرته افغانستان ته ستانه نه کړي.
د راپورونو په اساس جرمني غواړي په روان کال کې شاوخوا ١١٩٠٠ رد شوي افغان کډوال هېواد ته راستانه کړي، خو کابل ته د پروازونو په بندولو یې د کډوالو د ستنېدا لړۍ ځنډولې ده.
افغان چارواکي کله بهر مېشتو افغانانو لپاره تبليغات کوي، چې په هېواد کې پانګه اچونو ته زمينه برابره ده او کله بيا وايي چې امنيتي حالات د کډوالو ستنېدا ته برابر نه دي. دې حالت کډوال په دوه لارې کې درولي دي او د خپل راتلونکې په اړه پرېکړه نه شي کولاى.
هغه افغانان چې په بهر کې مېشت دي، په هېواد کې روانو حالاتو ته اندېښنه لري او په تېره بيا په کابل کې د تيرې اونۍ پېښو چې امنيتي ځواکونو مظاهره کوونکي په ډزو سره ووژل، هېواد ته یې د راتګ اراده بدله شوې ده؛ تر څو چې په بهر هېوادونو کې د وخت تېرولو چانس لري، نه غواړي خپل هېواد ته راستانه شي.
د بلې خوا په هېواد کې ناامنيو د تېر کال په پرتله زيات زور اخیستی دى او هم بې کاري څو چنده زياته شوې ده. په پروان باګرام کې د شپږو تنو افغان کارکوونکو وژنې دا ثابته کړه چې د کابل په ښار او حساسه سيمه باګرام کې هم څوک په امن ژوند نه شي کولاى. کډوال نه غواړي خپل ژوند هېواد ته په راتلو په مرګ بدل کړي.


















