سږ کال به، سبا د شنبې ورځ د سعودي، افغانستان او ۳۲ نورو هغو هېوادونو ۲۹تمه روژه وي، چې د مئ په ۲۷ یې اوله روژه ونیوله.
د الجزیرې په خبره، دا هېوادونه به سبا ماښام د میاشتې لیدلو لپاره کېني. که چېرې سبا ماښام میاشت ولیدل شوه؛ د یک شنبې ورځ به د اختر لومړۍ ورځ وي او که و نه لیدل شوه، روژه به ۳۰ ورځې پوره شي او د دوشنبې ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.
ستوري پېژندونکي وايي، د کوچني اختر میاشت به د شنبې په ورځ پیدا شي.
افغانستان تل خپلې روژې او اخترونه له سعودي عربستان سره کوي. خو یواځنی هېواد پاکستان دی چې روژې او اخترونو لپاره جلا حساب کوي او تقریبا هر کال روژه او اختر له سعودي عربستان څخه يوه ورځ وروسته کوي.


















