هند فضا ته ۳۱ نورې سپوږمکۍ واستولې

د رویترز آژآنس له قوله دغه سپوږمکې نن د جمعې په ورځ د هندوستان د سري هري کوټا له ښار څخه فضا ته استول شوې دي.

د دې سپوږمکیو پر مټ به د ځمکې غوره کیفیت لرونکي انځورونه واخیستل شي.

ویل کیږي دغه فضایی سپوږمکۍ د هندوستان په ګډون د څوارلسو نورو هیوادونو له پاره چې په کې ځینې اروپايي هیوداونه هم شامل دي، فضا ته لیږل شوي.

د رسنیو په حواله ویل شوي چې د هند فضايي ادارې دغه اقدام د یوې نړیوالې سوداګریزې تفاهمنامې په نتیجه کې ترسره کړي

د هندوستان لومړي وزیر، نریندرا د خپل هیواد دفضانوردانو دا اقدام دا اقدام ستایلی دی پر خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي دي چې «تاسې زموږ ویاړ یاست». مودي په دې هڅه کې دی چې د هیواد فضايي پروګرامونه یې د کم لګښت د ټکنالوجۍ د پروګرامونو په توګه پرمخ ولاړ شي.

دا پداسې حال کې ده چې هندوستان د روان کال په فبروري میاشت کې ۱۰۴ نورې بیلابیلې سپوږمکۍ هم فضا ته لیږلې وې چې زیاتره یې د بهرنیو هیوادونو له پاره استول شوې وې.

د یادولو وړ ده چې په تیرو میاشتو کې هندوستان د سارک د هیوادونو له پاره هم یوه سپوږمکې فضا ته ولیږله

فرید افغان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button