د خوښیو او خوشبويو ښار د باردو په بوي او د ويرونو په ښار بدل شو (انځورونه)

(کابل ټکی کام : هفته ( ١٣٩٤ لړم ٢۳/ ٢٠١٥ م نومبر ١۴)
تېره ورځ ناوخته د فرانسې پلازمېنې پاريس ښار کې غبرګې چاودنې او ډزې شوي چې شاوخوا ۱۵۰ تنه يي وژلي او ګڼ شمېريي ژوبل کړي دي .
د فرانس پریس هبري آژانس د پاریس پولیسو له قوله ويلي دي چې لومړۍ چاودنه د یوه امريکايي سندرغاړي کنسرټ په مهال یو لوي هال کې وشوه چې ۱۰۰ تنه يي ووژل او یو شمېر يي ټپیان کړل .
او دغه راز د فرانسې پلازمېنه پاریس کې هم چاودنې شوي چې له امله يې ۵۰ تنه فرانسويان وژل شوي او ګڼ شمېر يي ټپیان شوي دي.
او یوبله چاودنه بیګاه ناوخته د لوبو یوه سټيډيم سره نزدې وشوې، چې په کې د فرانسې او جرمني تر منځ پکې د فوټبال لوبه روانه وه .
په دغه لوبه کې په زرګونو سیلانیانو ننداره کوله، د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا هولاندهم شتون درلود خو نوموړي ته په کې کوم زیان نه ده رسېدلی .
سليم بریال






























