چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

داسې نشي چې د اختر په ورځ په یوه (سرسایه) دوه کسان وولئ !

امین الله نشرونکی: امین الله
جون 24, 2017
کټګوریانې: غير مصنف
0
24
ځلې شریک شوی
297
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه : امین وردګ

دا چې د اسلامي اصولو له مخې د رمضان المبارک د میاشتې د روژو په اندازه (صدقة الفطر / سرساسه / فدیه) ((مستحق)) ته ورکول واجب دي ، مګر پرته له بدل نه !

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

راځئ چې اوس په دغې موضع لږه رڼا واچوو : د روژې فدیه ورکول (مسکین ته) واجب دي ، نه غني ته ! دا د یوه مسئله او دویمه دا چې فدیه به مسکين ته هم ((د کار په بدل کې)) نه ورکوې ، بلکې خوشې به یې ورکوې ، ځکه چې دا ستا نه ! بلکې د مسکين ده ، نو ته څه حق لرې چې د ځان په ګټه يې وکاروې ؟

اصل کې خو حق دا سې دی : فدیه به وروړې د مسکین دروازې ته او بیا به دروازه ورټکوې ، نو کله چې د مسکين درته را ووزي ، نو په ډېره عاجزانه لهجه به ورته وايې چې : وروره ! دغه ستا حق دی ، چې الله نن ماته امانت را کړی ، تر څو يې تا ته و سپارم ، نو دغه امانت له ما واخله چې زه د الله له مسئولیته خلاص شم ؟

که هغه واخیسته خو ستونزه حل شوه ! او که یې رد کړه ، بیا به بل مسکین ته ورځې او هغه ته به هم په نرمه لهجه همداسې خبرې کوې لکه مخکيني ته د چې وکړې ! څو ستا ستونزه حل شي ځکه چې : دا خو ته له هغه سره احسان نه کوې ، بلکې د هغه حق دی ، دا به پرې سپارې او د احسان تمه هم مه کوه ، چې ګواکي تا کومه توره کړې !

نو که دغه مسکين هم وانخيسته ؛ بل ته به ورځې ، تر دې چې دغه حق يې حقدار ته وسپارې ، نه دا چې د احمد امانت را واخلې او محمود ته یې ورکړي ؛ چې دا خو ادا نشوه کنه !

نو راځو د سرليک په اړه لږ وړانګې اچوو : متأسفانه چې زموږ په ټولنه کې له ډېرې مودې راپدېخوا یو بد دود مروج شوی چې که يې په وړاندې کلک و درېږې نو ځينې آخندصاحبان به د (شوکی په نوکی) کړي او هغه داسې : له ملاصاحب سره په سر کې د سرسایې وعده په هېڅ کتاب څوک نشي رانه ثابتولای چې ورته ووايې ((ملاصاحب ! موږ سرسایه هم ټوله تاته درکوو ، نو راشه زموږ ملايي وکړه )) ځکه چې ته څه خبر یې چې دغه ملا مسکین دی او که نه ؟

ملاصاحب ته غله ورکول ناروا نه دي ، ځکه : که غله ورنکړې نو هغه خو هم اولادونه لري له کومه يې کړي ؟ مګر دغه ځای دی ! چې ته اوس په یوه مرمۍ دوې مرغۍ ولې او هغه داسې : ملا صاحب ته خو به ارومرو  دومره غله ورکوې چې قناعت درسره وکړي ؛ دا چې تاسو دواړه لوري په هر څومره شي قناعت و کړ هغه ستاسو کار دی ! مګر سرسایه به اول هغه مسکین ته ورکوې چې ستا ګاونډ وي او که د ګاونډ مسکين نه وي ، بیا به يې قریبانو / یا خپلوانو ته ور کوې ، که په خپلوانو کې د هم مسکین نه ؤ نو بیا يې ملاصاحب ته ورکړه خیر دی ! خو په دې شرط چې ملا صاحب مسکين وي ! او که ملاصاحب مسکین نه ؤ ، نو ستا پیسې هم لاړې او صدقه د فطر د هم اداء نشوه ، همدراز (د بېلګې په توګه) که د ملا صاحب ته ويلي وو چې سل (۱۰۰) منه غنم درکوو او دېرش(۳۰۰۰۰) زره  روپۍ صدقه د فطر ! بیا هم ستا صدقه اداء نشوه ، ځکه چې تا خو د ملا صاحب اجره ورکړه نه صدقه !

که ملا صاحب ته د کال یوازې سل منه غنم ووايې نو کله درسره راځي ! خو که دغه صدقه ورسره ملګرې کړې ، بیا وايي چې ځه … اوس یو شی ترې جوړيږي ! نو دا خو اصلاً تا په بدل د جماعت او نورو کلیوالي اړتیاوو او کارونو کې سرسايه ورکړه ، حال دا چې فدیه پرته له بدل نه د مسکین حق دی.

یوه بېلګه : چوک ته ځې او هلته یوه کارګر ته وايې چې زما سره یوه میاشت کار وکړه ، څو پیسې غواړې ؟

مثلاً! هغه درته وايي چې نهه (۹۰۰۰) زره افغانۍ غواړم ځکه چې د ورځې دری سوه (۳۰۰) د یوه کارګر مزدوري ده .

ته ورته ووايې چې دومره خو زما وس نشته ، نو هغه بیا درته وايي چې له دې په کم مزد نه درسره ځم ! او ته بیا ورته وايې چه یو بل کار به وکړو ! اوس روژه ده نو زه به شپږزره (۶۰۰۰) افغانۍ مزدوري درکړم او دری زره (۳۰۰۰) افغانۍ مې سرسايه کيږي ، هغه به هم تاته درکړم ، نو بیا ټوله میاشت کار راسره کوې ؟

نو کارګر ارو مرو قناعت کوي ، ځکه چې د ورځې دری سوه (۳۰۰) افغانۍ ورته جوړې شوې نور ستا په سرسایه څه کار لري !

ښه ښه ! نو تا خو هغه کارګر ته د کار په بدل کې دغه دری زره (۳۰۰۰) سرسایه ورکړه ! کله ستا غاړې خلاصې شوې !

نو تاسو ته وايم زما ګلونو مسلمانانو ! پام مو کوئ ! چې د ملا صاحب د اجرې په مقابل کې سرسايه ورنکړئ ، چې په دغه ډول به هم د ملاصاحب خونه ورانه کړئ او هم خپله.

الله د وکړي چې ملاصاحبانو ته یو یو لک افغانۍ ورکړئ خو له سرسايې پرته !

تاسو سبا سرسايه بل چا ته ورکړئ چې د ملا صاحب او کليوالو غږ مو پورته کيږي که نه ؟

زه خو هر کال سرسايه یوه خپل مسکين ګاونډي ته مې ورکوم ، ملا صاحب او د کلي مشران چې خبر شي نو تروش تروش راته وګوري چې ولې ؟ بیا سپينږيري راته وایي چې : موږ له ملا صاحب سره خبره کړې وه او تا بل چاته ورکړې ؟

بیا زه بېچاره مجبور شم (د اختر مبارکۍ په نوم) ملا صاحب ته هم همغه پیمانه یا لږ کمې پيسې ورکړم ، نو الله د موږ پوره پوه کړي.

یا به په هر اختر کې دوه ځایه حلالیږو او یا به په یوه مرمۍ دوې مرغۍ ولو ، اوس بله چاره نشته.

مخکینې مطلب

سترې محکمې سبا یکشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

بل مطلب

امریکا: په سپي ډزې کونکي ځوان هلک وژلی د امریکا

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com