سترې محکمې سبا یکشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

د افغانستان سترې محکمې سبا د یکشنبې ورځ د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

د سعودي سترې محکمې هم اعلان وکړ چې سبا د اختر لومړۍ ورځ ده.

د دې تر څنګ قطر، اردن، اندونیزیا، اسټرالیا، عراق، جاپان، برونای، سنګاپور، کویت، مالیزیا، عربي امارات، عراق او ځینو نورو هېوادونو هم سبا ورځ اختر اعلان کړ.

عمان ویلي چې میاشت یې نه ده لیدلې نو ځکه به اختر د دوشنبې په ورځ وي. پاکستان هم تر دې دمه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button