د بلخ والي حکومت ته یو ځل بیا توند ګواښ وکړ

د بلخ والي عطا محمدنور د کوچني اختر لمړۍ ورځ د مزارشریف د ښار د روضې په جومات کې په خپله وینا کې په حکومت توندې نیوکې وکړي، حکومت یې کاواک او دپردیو د لاس آله وبلله نوموړي پخپله وینا کې په کابل کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د افغان حکومت چلند استبدادي او ظالمانه وباله.

همداراز نوموړي د اداري فساد زیاتوالی بې عدالتي او له بهرنیانو سره پټ تړونونو کول، د حکومت له ناکامیو یاد کړل.

نوموړي دګواښ په لهجه وویل چې که یې غوښتنې ونه منل شي، نو په کابل کې به د زرګونو کسانو په ګډون مدني لاریونونه چې هغه ” خطرناک” وبلل پیل کړي.

نوموړي په زغرده وویل چې د حکومت د چپه کېدو تابیا نه لري‌.‌
نوموړی په داسي‌حال کې توند تنقیدونه وکړل چې د حکومت سره یې د خبرو لړۍ بې خونده شوې ده .

پدې وروستیو کې د نوموړي اړیکې له داکتر عبدالله سره هم خړې شوې نو د نوموړي ټوله هڅه داده چې حکومت مشر اشرف غني ته ځان نږدې کړي خو غني بیا له عطانور سره د مخامخ خبرو وړاندیز رد کړی دی.
ویل کیږي استاد عطامحمد نور له یوې خوا د خپلو مالي شتمنیو، سترو شرکتونو د تحفظ پخاطر، له بل پلوه د شمالي دیکتاتور په حیث د ثبات پخاطر بې دریغه هڅه کوي تر څو د حکومت توجه ځانته جلب کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button