حمزه حسیني
څوک مې خواخوږی شي یو څوک راته بلا غوندې شي
څوک مې مرهم شي او یو څوک راته وبا غوندې شي
زه وم ساده ما به په سپینو یقین سپین کولو
دا مې ګمان نه ؤ چې دوی به بې وفا غوندې شي
یو چا را پاکې کړلې زما پر جبین تلې اوښکې
یو چا بیا خار را کړو چې کاشکې په ژړا غوندې شي
پېرزو یې نه دي زما پر شونډو د خوښۍ مسکاوې
ما کړي افغان نور ټول جهان بیا امریکا غوندې شي
د دنیاګۍ په تحول کې نور ملال یمه زه
کاش شم شهید چې مې هغه ژوند لږ هوسا غوندې شي
د ښایستونو په ګلبڼ کې واخلم څو ګامونه
خزان پرې راشي ښکلا وخوري باغ تالا غوندې شي
د ترږمۍ قافلې تلونکي دي (حمزه) که خدای کړل
لمر به راوخیږي تورتم به سپین سبا غوندې شي


















