د افغانستان اشغال ته دوام به د امریکې حیثیت له منځه یوسي

لیکوال : امین وردګ
د شلمې میلادي پېړۍ په آخري لسیزه کې نژدې وه چې د امریکې (په نړۍ د لاسبرۍ) خوبونه ريښتیا شي او په ټولو قارو کې خپل نظام رغند کړي ، مګر د افغانستان اشغال یې مخه ډپ کړه ؛ دا چې د شلمې میلادي پېړۍ په اوومه لسیزه کې له امریکې سره (آسیا ته د ننوتلو موخه) یوازې د تزاري روسيې د اشغالګرې امپراتورۍ مهارول وو او بس !
خو کله چې افغان زمریان د هغې لويې شرقي اژدها مخې ته ځانونه ور واچول ، نو بیا له امریکې سره په آسیا باندې د نفوذ فکر را ولاړ شو چې د پخواني جهاد له امله يې هغه لاسته راوړنه هم ګړندۍ غوندې شوه ، ځکه چې دوی په هغه وخت کې له ځينو جهادي رهبرانو سره ډېرې مالي مرستې وکړې (په ځانګړې توګه له حکمتیار او مسعود سره) خو کله چې افغان مجاهدین په دې وتوانېدل چې شرقي استعمار ته ماتې ورکړي او په خلیج باندې له سلطې يې ناامیده کړي او همداراز د منځينۍ آسیا هېوادونه له دغه سړيخواره ښکېلاک څخه خلاص کړي نو په دغه وخت کې امریکې ته هغه موقع نژدې شوه چې له ډمانو او ډولونو سره به کابل ته راځي ، مګر په کابل کې حکمتیار صاحب او مسعود صاحب سره له سیاف ، مزاري او دوستم ؛ داسې ورځې را وستلې چې له چنګېز او ګوډ تېمور څخه وروسته هېچا هم نه وې را وستلې ، چې په دغو کورنیو جګړو کې نژدې یو لک (۱۰۰۰۰۰) بې ګناه افغانان شهیدان شول ، همداراز ملوک الطوائفي امارتونه هم منځته راغلل او افغانستان د تجزيې په درشل ودرېد ، چې له یوې خوا پاکستان غاښونه ورته چيچل ، له بلې خوا ایران ؛ همداراز تاجکستان ، ترکمنستان ، ازبکستان او یو ځل بیا روسيې او هند ؛ چین هم کوښښونه پيل کړل مګر لږ پټ او دا د رباني صاحب د حکومت دوران ؤ همغه حکومت چې په ۲۰۰۱ م کې امرېکې (په قانوني توګه) کرزي ته وسپارلو.
د کابل په شمالي دروازه کې یې د (مسعودستان په نوم وړوکی هېوادګی هم و رغوولو او بېغمه به يې پیسې پکې چاپولې ، ها خوا ته دستم صېب د پیسو ماشين ايښی ؤ ، چې هغه لوټونه به یوازې په شمال کې چلېدل او (دستمي لوټونه) یې ورته ویل ؛ نو کله چې افغانانو فکر وکړ چې دا مو څه وکړل ؟ کمونست او روس مو مات کړل ، مګر اوس تر هغه بدتره انسانان راباندې حاکمان شول ؛ یو هم نه ! بلکې هر قومندان د هغې خپلې سیمې پاچا ؤ ؛ نو ولسونو ځلې بیا تر سپين محمدي توغ لاندې یو بل ګړندی یون پيل کړ او د (افغانستان اسلامي تحریک) نوم یې پرې کېښود (چې ډېری غړي يې د دیني مدرسو طالبان وو !) دغه یون او سپين ځواک په لنډ وخت کې ټولې هغه ډلګۍ له منځه یووړې چې کلونه کلونه يې یو بل سره ووهلي وو مګر کله به د کابل (همغه یوه کوڅه) له یوه سره وه او کله له هغه بل سره ، لنډه دا چې په ارګ باندې سپين بیرغ و درېدلو او پرې لیکلي وو چې (لا اله الا الله محمد رسول الله) او تر دغه توغ لاندې کسانو د ټولو ډلو کارکونکو ته عمومي بښنه هم اعلان کړې وه مګر یوازې لغړیانو ګټه ترې پورته نکړه نور ډېری په کورنو کې کښېناستل او کومو ته چې لږ مخ ور اوښت او په وینو یې لاسونه نه وو سره هغه بېرته له طالبانو سره ملګري شول.
طالبانو به چې (د مخالفینو له لوري) هر وسلوال کس و نيولو نو وسله به یې ترې واخيسته او بیا به یې کورته تش لاس ولېږه ، هغه نو په هغوی کې ډېر داسې کسان هم وو چې کلونه کلونه یې خلک وژلي وو او د بدیو څښتنان وو نو دا چې طالبانو به په صف کې ځای نه ورکولو او هغوی پرته له وسلې ګرځېدلای نه شول ، نو ورو روو د مخالفینو لوري ته ورمات شول او جګړه هم لږه اوږده غوندې شوه ، که څه هم چې پرته د بدخشان له مرکز او د پنشېر له درې څخه ټول افغانستان طالبانو نیولی ؤ ، خو بیا هم جګړه روانه وه ، نو په دغه وخت کې امریکه حیرانه شوه چې اوس څه وکړو ؟ طرحه خو له منځه لاړه ! نو یې له طالبانو سره اړيکې پيل کړې ، تر څو د دغې ډلې له لارې خپلو اهدافو ته ځانونه و رسووي ! مګر کله چې د طالبانو په دريځ و پوهېدل ، بیا يې اراده بدله شوه او په دغه تکل کې شول چې اوس څه بهانه ورته جوړه کړي او په څه ډول د طالبانو اسلامي غورځنګ له منځه یوسې او په ځای يې داسې نظام حاکم کړي چې امریکه څه ورته ووايي ، باید په همغه ساعت هغه کار تر سره کړي؟
نو کوښښ يې پيل کړ چې په داسې ډول افغانستان اشغال کړي تر څو سبا څوک و نه وايي چې امریکې له روسانو وروسته یو ځل بیا په افغانستان تېری وکړ ؛ نو يې دغه ښکېلاک او تېري ته بین المللي بڼه ورکړه ؟ نو به یې ورو ورو د ځينو نورو وړوکو بهانو(لکه د ښځو زده کړې ، د اسلامي حدودو له منځه وړل او داسې نور…) تر څنګ اسامه ابن لادن هم یاداوه چې ګواکي دا په افغانستان کې دی او په هغه دا تور پورې ؤ چې د تانزانیا او نا یروبي (امریکايي سفارتونو) په ګډون یې په نیویارک او واشنټن کې هم نظامي بریدونه وکړل او ډېر امریکایان یې له منځه یووړل ؛ چې بلآخره هغه هم دروغ شوه او اسامه بن لادن آخر د اسلام آباد په اېبټ آباد کې و موندل شو ؛ لنډه دا چې امریکایانو (د اشغال د رنګبدۍ له امله) لومړی ټول هېوادونه سره منسجم کړل او بیا یې ټول هغه روزل شوي رهبران په ځان را ټول کړل چې : تر امر لاندې يې (د روسانو په وړاندې) نژدې شپاړس لکه کسان شهیدان شول ، چې متأسفانه له هغې جملې څخه یوازې د ګوتو په شمېر جهادي قومندانان ورته وا وښتل چې په ټولو کې يې سخت دريځ مولانا جلال الدين حقاني یاديږي ، دغه سړی تر نن پورې په همغې تګلاره ټينګ ولاړ دی چې په ۱۳۵۷ ه ـ ل کال د ثور په دیارلسمه (۱۳) نېټه يې په لويه پکتیا کې د کمونستي نظام په وړاندې په لومړي ځل ولسونه را پورته کړل او دی لا هم په سنګرونو کې ورته پروت دی او په دښمن يې د ناستې ځای درولې ؛ د حقاني تر د غه مهاله د ځلورو زامنو په ګډون تورسرې هم شهیدانې شوې او ماشومان یې هم په شهادت و رسېدل ، مګر ده لا هم دا لاره نه ده پريښې او په زغرده وايي چې تول زامن او کهول مې قرباني کيږي هم والله که تر هغې وسله کفر ته کېږدم چې روح مې په بدن کې وي ، سره له دې چې د بل هېڅ جهادي رهبر د کورنۍ دومره غړي نه دي شهیدان شوي او غربي نړۍ يې هم (د خپل ځان) تر تولوسر سخت دښمن ګڼي آن د حقاني د نوم بدۍ لپاره ځينې بې رحمه بريدونه (د مافیاوو په وسیله) تر سره کوي تر څو د آزادي غوښتونکو افغانانو او حقاني تر منځ واټن رامنځته کړي او وخت پر وخت د خپلو روزل شوو کاسه څټونکو له لارې هر ډول تورونه هم ورپورې کوي !
همداراز په لومړیو وختونو کې حکمتیار صاحب هم(په ښکاره) له غرب سره د جهاد اعلان وکړ ، مګر کله چې سږ کال غرب ته تسلیم شو نو يې له غرب سره سوله کول (پرته د شرعي نظام له حاکمیت او احکامو او له هېڅ قید ـ شرط څخه) فرض و بله او دا خبره یې په زغرده وکړه چې له نن نه وروسته سوله فرض ده ! له نن څخه یې هدف د ده له کابل ته تګ او غرب ته تسلیمۍ څخه ؤ! داسې ښکارېده لکه له آسمان نه چې نوی پيغام ورته راغلی وي ! ځکه يې (نن) د قید په توګه ورسره کېښود ، مګر کوم شرعي دليل يې وړاندې نه کړ او په احساساتي توګه یې دغه خبره وکړه.
….نو راځو اصل مطلب ته ! کله چې ټول جهادي رهبران له امریکې سره کښېناستل او هغې ته يې دا ضمه ووهله چې ګواکي ټول افغانستان زموږ ترلاس لاندې دی ؛ نو له ولسي پاڅون څخه بې غمه اوسئ ، مګر د دغو طالبانو غمه به نو تاسو راته خورئ ، ځکه چې زموږ زور خو په دغه شاوخوا آتو کالونو کې هم ورته و نه رسېدو او نژدې ټول افغانستان يې په لنډ وخت کې رانه و نيو ؟
امریکه چې (د خپلې عصري تکنالوژۍ له امله) سخته مغروره وه ، نو په ډېره بې پروايئ يې ورته وویل چې : د طالبانو له منځه وړل موږ ته ډېره ساده خبره ده ؛ مګر ولسونه به تاسو په ځانونو پسې دروئ ځکه چې له ولسونو سره په جګړو کې ماتې حتمي وي ، هم يې تاریخ له منځه ځي او هم ظالم یاديږي؟
دوی د ولس ضمه یو ځل بیا ورته تکرار کړه او ويې وویل : بلکل ډاډه اوسئ ! یوه سلنه خلک به هم پرېنږدو چې له طالبانو سره و دريږي.
بیا امریکا ورته وویل چې ((تاسو به هم په هغه پخواني دريځ نه درېږۍ چې ووايئ : له ښځو سره ناستی حرام دی ، سازونه او ګډاوې حرامې دي ، له یهودو او نصاراوو سره ملګري حرامه ده ، د نامحرمو ښځو او نارینوو ګډ ناستی ، ګډ کار او دوستي حرام دي ، د غله لاس پرېکول ، زناکاره په کاڼو ويشتل ، په لوطیانو دېوالونه رانړول او داسې نور… وحشتونه به تاسو هم نه کوئ ؟))
چې کله يې اسلامي امورو ته د وحشتونو نوم واخیست ، نو د څو تنو په ټنډو خولې غوندې راغلې ، مګر د څه ویلو جرئت یې و نه کړ ؛ غربیانو ورته وویل چې شیخ صاحبانو کوم څه خو به نه وايئ ؟
دوی ورته وویل : نه نه صېب هههه ! تاسو خو زموږ په ګټه خبرې کوئ ، مننه کوو ، هو ! اسلام هم داسې وايي چې هلک او نجلۍ د یو بل سره خوښ کړي.
بیا چې کله امریکایانو په ځینو ځایونو کې چاپې ووهلې او خاص کمانډو ځواکونه یې پلې کړل نو ټینګ نه شول ، بیا یې دغو رهبرانو ته وویل چې هر څه په مفته نه وي ! تاسو هم باید وسلې راوباسئ ؟
بیا دوی هم ور ووتل او ښه په اخلاص يې د کفارو سره اوږه په اوږه (د مسلمانو افغانانو په وړاندې) جګړه ګرمه کړه ، خو کله چې امریکې په افغانستان کې برلاسی وموند ، نو يې پاکستان ته ورپام شو او هلته یې له بلوڅو سره د بلوچستان مسئله توده کړه ؛ تر څو د ګوادر بندر په خپل واک کې راولې او چین دېته پرېنږدي چې د قراقرم (د چنګېز پایتخت) له لارې د هند بحر ته لاره پيدا کړي او بیا د خليج له هېوادونو سره پراخې اقتصادي اړيکي پیل کړي ، چې دغه لار به د امریکې د ملا تېر ته یو پوخ ګذارشي.
له بلې خوا یې د طالبانو په وژلو کې هم له دومره افراط څخه کار واخيست چې په لسو شهیدانو کې به ارو مرو آته یا نهه کسه ملکي خلک هم وو او اوس هم دا حال دی ! نو ورو ورو په پاکستان کې هم د امریکې په وړاندې ځوانان راپورته شول او تر خپلې وسې یې امریکه تحريم کړه : چې له هغې جملې څخه د پاکستان او امریکې د اړيکو ترینګلتیا ، غربي ځواکونه په وچه کې را حصاورل (چې کېدای شي دا به له دې وجې هم وي چې امریکه د پاکستان تجزیه کول غواړي)
په کوزه پښتونخوا کې د ډرون الوتکو پرلپسې بمبارونه هم د یادونې وړ دي ؛ دا په دې معنا چې په دغو سیمو کې هم د امریکې دښمنان را وټوکېدل !
نو کله چې امریکې په افغان ولس ورځ سره کړه ، اقلیتونه يې د اکثریتونو په وړاندې را پورته کړل ، نو ولسونه هم ورته واوښتل او د افغانستان خاوره يې غربیانو ته تنور او هديره و ګرځوله.
کله چې نوره نړۍ او د افغانستان ګاونډ هېوادونه په دغې نکته پوه شول ؛ چې امریکه د سرېښو ډنډ ته ولوېده او اوس ځان نشي خلاصولای ! نو هغوی هم د امریکې په وړاندې د سترګو برګولو جرئت پيدا کړ او ورو ورو یې له طالبانو سره دپلوماتيکي اړيکې پیل کړې چې دغه اړيکې په امرېکې او دهغوی په افغان ملګرو دومره سختې ولګېدې چې آن په ډېره بې پروایئ يې طالبان په دې تورن کړل چې ګواکي روس او چين د هغوی حمایت کوي او هغوی ته وسلې ورکوي ؛ که روس او چين طالبانو ته وسلې ورکړې نو د امریکا هوايي ځواک به فلج شي ځکه چې هغوی بیا په لومړي سر کې دافع هوا ورکوي لکه امریکا چې د روس په وړاندې افغان مجاهدینو ته شټنګر ورکړي وو ! حال دا چې روس او چين یوازې دومره وویل چې “طالبان اوس یو نظامي قوت ګرځېدلی ، نو په جګړه يې ماتول ګران دي او باید د خبرو له لارې جوړ جاړی ورسره وشي”چې دا هم د هغوی خپل نظر ؤ ، نه د طالبانو.
اوس امریکه په افغانستان کې ونښته ، نو څومره چې دغې جګړې ته اوږداوالی ورکوي همدومره یې نظامي څرنګوالي ، سلطې ، نفوذ ، اعتماد او اقتصاد ته هم زیان رسيږي .
که امریکه په افغانستان کې جګړه نوره هم اوږده کړي نه یوازې دا چې ناکامه به شي بلکې د ناټو تړون به یې هم له منځه ځي ان شاءالله او کېدای شي چې د افغانستان د جګړې له امله دا نوې نړۍ (امریکه) تجزیه او ټوټه ټوټه هم شي ، ځکه چې څومره امریکه په افغانستان کې پاتې کيږي ، همغومره دلته امنیتي ستونزې ، فساد او بد اخلاقۍ هم ورسره ډېرېږي ، چې له دغې امله یې په وړاندې (ولسونه څه) چې کېدای شي همدغه (د دې په لاس جوړ) نظام لا ورته واوړي ، چې هغه دی اوس لا له افغان سرتېرو څخه ترهه او حراس لري ! هغوی پوهيږي چې که همدغه دولتي عسکر د دوی په بنیادي نقشو پوه شي (چې امریکه دلته کوم اهداف لري ) نو د ټوپکو شپېلی به خامخا پرې سړوي ، لکه پرون چې له روسانو سره هم همدغه ډول چلند وشو ؛ په هغه وخت کې هم عسکرو د روس په وړاندې مورچلې ونيولې ، همغو عسکرو : چې یو وخت به یې ((هورا او اورا)) نارې وهلې او ډېر مجاهدین یې هم په شهادت رسوولي وو ، دا افغانستان دی ! د افغانانو په هکله مخکې تحليل ګرانه خبره ده ، افغانان په یوه حال نه وي ! که نن یې په دماغ بده ولګېده ، سبا به ګورې چې دولت او طالبان سره یو شوي او د غرب په وړاندې یې میدان ته تورې او ټوپکونو را و ایستل ، هلته به بیا امریکه تعجبه شي ! کرزی ته ګورئ ! پرون يې امریکې ته هر ډول قضايي مصئونیت ور کړی ؤ ، هغوی يې هر ډول وحشت ته پريښي وو ، مګر نن په جار نارې وهي چې امریکا اشغالګره ده ! دا څه معنا لري ؟
تاسو خو به وايئ چې کرزی خپله ماضي پټوي ، مګر زه کله کله دا ګمان هم کوم چې کرزی کېدای شي همداسې شوی وي ! ځکه چې په هغه کې هم د یوه افغان وينه چليږي ، کېدای شي پرون غربیانو د ماشوم ګمان پرې کړی وي ، مګر نن خو په هر څه پوه شو ، دا هم امکان لري چې کرزی پرون په ارګ کې حاکم ؤ ځکه يې په هر څه سترګې پټولې او نن به لږ د آزادۍ احساس کوي !.
نو په افغانستان کې د امریکې له خوا جګړه اوږدول په خپله د امریکې په ګټه هم نه دي او د افغانانو په پرتله به دوه هومره زیان ويني.
همداراز دلته د جګړې امتداد د امریکې د پرمختګ مخه هم نیسي او سبا به له دغه ځایه داسې وزي لکه پرون چې روس ووت ان شاءالله او دا مقاله یاد لرئ 26/6/2017 م.
نو ځکه د افغانستان اشغال ته دوام ورکول د امریکې حیثیت له منځه وړي.


