ښایی سعودی عربستان پر قطر پوځي برید وکړي

عزیر اسدخیل

په داسې حال کې چې سعودي، بحرین، مصر، اردن او عربي متحده اماراتو د روانې میاشتې په پنځمه نېټه له قطر سره خپلې اړیکې پرې کړې او دغه هیواد یې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ؛ خو قطر د دوی تورونه رد کړي او ویلي  یې دي چې نه ترهګر دي او نه يې د ترهګرو ملاتړ کړی او نه د خپلواک بهرنی سیاست بدلولو ته تیار دی.

اوس تازه خبر دی چې د امريکا د ملي امنیت پخوانی مرستیال سالاکار جېمز جيفري اعلان کړی چې که چېرې سعودي په قطر پوځي برید وکړي، نو ترکیه، ایران او روسیه به په ګډه په خليج کې پوځي مداخله وکړي.

په عراق او سوریه کې د امريکا پخواني سفیر هم له «الحرة» تلویزون سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې که «سعودي د قطر پولې ته یو ټانګ هم ولېږي، د قطر ښاورنو کې به د ایران، ترکيې او ښايي د روسيې الوتکو عکس العمل سره مخ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button