د غزني امنیه قومندان امین الله امرخېل وايي، په غزني ولایت کې له دولتي سرتېرو سره تر ۱۴۰ زیاتې ډلې جنګېږي.
امرخېل رسنیو ته ویلي، له امنیتي ځواکونو سره تر ۱۴۰ زیاتې کوچنۍ او لویې ډلې جګړه کوي چې د ټولو شمېر دوه زره کسانو ته رسېږي.
امین الله امرخېل په ۱۴۰ ډلو کې یواځې طالبانو ته اشاره کړې ده او زیاتوي چې د طالبانو له لورې د ”منصوري عملیاتو“ له له پیل کېدو وروسته په دې ولایت کې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي دي.
نوموړي همدا راز وايي، د غزني پولیسو په تېرو ۳ میاشتو کې تر ۲۵۰۰ زیات جنګي فعالیتونه سر ته رسولي دي.
څو میاشتې وړاندې ولسمشر، اشرف غني ویلي و چې په ټول افغانستان کې ۲۰ ”ترورستي“ ډلې له دولت سره په جګړه بوختې دي خو په دې اړه یې نور وضاحت ورنکړ.


















