ليکوال : امين وردګ
تاسو به داسې فکر کوئ چې ګني دا پوهان او هوښياران خلک به نو ډېر مينه ناک او د عامو وګړو تر منځ د زړونو توکړې وي ؟
خو نه نه ! داسې نه ده ، داسې خلک نه د عامو خلکو تر منځ محبوب وي ، نه هم د نورو پوهانو او عالمانو تر منځ ؛ خو تاسو به زما پر دغې مدعا هم نيوکه کوئ ؛ چې ګني (امين وردګ) د لينتوب خبرې کوي ؛ ته نو اوس دې ته وګوره چې وايي “پوهان او عاقلان د هېچا په زړه کې ځاى نه لري ”
مګر زه يې دليل درته وړاندې کوم !
پوهان د ناپوهانو ضد دي اوعاقلان د کم عقلانو !
نو څرنګه به دوه متضاد لوري يو يې له هغه بل ، يا دا بل يې له دغه بل سره جوړ او يو بل ته مينه مينه شي !
نه نه ! دوى هر يو يې خپل رقیب لري ؛ د عالم رقیب جاهل او د جاهل رقیب عالم دى.
د عاقل رقیب بې عقل او د بې عقل رقیب عاقل دى.
پوهان خلک تل له ناپوهانو څخه سر ټکوي او عاقلان تل له کمعقلانو.
نو دا خو هم ناممکنه ده چې : زه به ستا بد ايشم او ته به مې د سترګو تور وې !
ښه نو که څوک پوښتنه وکړي چې : دا د عالمانو په زړونو کې ولې عالمان او د عاقلان په زړونو کې عاقلان ډېر ځاى نه لري او کله ناکله یو د بل په وړاندې سره دریږي ؟
اممم ! دلته بيا بل ډول خبره ده !
عالمان له عالمانو ګټه اخلي ، همدارنګه عاقلان هم له عاقلانو مګر خبره دا ده چې : دوى يو بل نه سره مني ؛ هر يو يې ځان (پاوباندې هغه بل ګڼي) هغه يې هم همداسې !
چې دلته بيا د (نفس غوښتنې او علوه) کله کله پر تحليل او وجدان باندې حاکميت کوي.
اوس پوه شوئ چې : (د خلکو تر مينځ محبوبيت) په پوهه او عقل پورې تړاو نه لري ؟

















