د اختر په لومړۍ ورځ امریکایانو د یوې کورنۍ ټول غړي شهیدان کړل

د اختر په لومړۍ ورځ، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو بمبار کړی چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ټول غړي شهیدان شوي دي.

یاده پېښه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په پیخه تنګي سیمه کې رامنځته شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شويو انځورونو کې لیدل کېږي چې د شهید شویو ماشومانو پر تنکیو لاسونو اوس هم لا نکریزي شته.

Image may contain: one or more people, people sitting and outdoor

د تل په څېر، حکومت پر یاده پېښه هم چوپتیا غوره کړې ده او هېڅ یې نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button