لیکنه : زبیر ناګار مسافر
له برتانوى عسکرو سره مى د دندې نهمه میاشت په ختمېدو وه، موږ چى په هلمند مرکز لشکرګاه کښې په يو (بىس)کمپاىن کښې اوسېدو،په هفته کښې به درې یا څلور ځلې چاپې ته تلو، په 9-6-2012 تارىخ د شپې11 بجې له هډې څخه ووتو، په ډېر کم سرعت سره د یو لرې پراته کلي په طرف روان وو، ماچى داسى خړى دښتې او کورونه نه و لیدلي بیخى بوګنونکې راته ښکارېده، او له خپلې کورنۍ څخه به ډېر ګيله من شوم، ځکه چى دهغوى په ټينګار مې ترجمانى ته زړه ښه کړ.
موږ سره دوه د افغان عسکرو ټانګونه ول چىیو یې مخکى او بل روسته روان وو،کلى ته په رسيدو سره شپې 3 بجې شوې؛ د کلى ټول سپي په موږ راټول شول، شور او غوغا یېجوړه کړه، ټول له ټانګونو څخه پىاده شول.
ماسره یو هزاره ملګرى هم و چى له پښتو ژبې سره يي مشکل لاره، په کلى کښې یو کوچنئ د خټو کور وو چى د لرګي دروازه يې لرله، په ډېر تلوار سره له کوره تاو شول،او د کوچنىو زینو په واسطه د کور تر بامه وختل او نور دروازې او شاوخوا سىمې ته زنګون کىش کښېناستل،
ىو خارجى عسکر چى لوډسپيکر یی په لاس کښې وو زما په طرف راروان وو، لوډسپيکر یې راکړ او وىل یې دا درسره ونیسه او آواز کوه، ماته یې چى څه ووىل همغه مى په لوډسپيکر کښې په لوړ آواز وويل زما له اواز سره په کور کښې د ماشومانو او زنانه وچغې شوې زه چى خپل وجدان ته ډېر زىات ملامت وم،د ماشومانو او زنانه و له چیغو سره مې له سترګو اوښکى راغلى چى حتا د خپلو اوښکو ښکارولو څخه هم ویریدم ،په کور کښې یو بوډا او دوه تنکى ځوانان ول، کورته له ننوتو سره سم په سپينږیرى او تنکیو ځوانانو څو عسکرو په ډله ييز ډول ګذارونه شروع کړل ما او راسره افغان ملګرو ورته بې وسه کتل آن تر دې حده شوم چې پر خولې مى کلک لاس ايښۍ و چى چىغه راڅخه ونه وځي،د سپينږیرى چى هیڅ ګناه یی نه لرله له پوزې ىې نرۍ وينې راغلې، مخونه یې دیوال ته کړل او د نه ښورېدو یې ورته ووىل،د کور صندقونه یې ټول خالى او زلفۍ یې ورماتې کړې؛ څه چى پکې ول ټول یې وشیندل او له لږ ځنډ وروسته یې سپينږىرۍ او ځوانان خوشې کړل، د سپينږیرى د وهلو صحنې مې تر ډېره په سترګو کى وې؛ تردې چي له کفارو سره مې کرکه پىداشوه او د دندې د پرېښودو پرېکړه مى وکړه،


















