(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۸)
د ارزګان ولايتي شورا وايي، چې د نا امنيو ډیریدو او د امنيتي ارګانونو خپلمنځي اختلافاتو دغه ولايت د سقوط له ګواښ سره مخ کړی دی.
د ولايتي شورا غړي عبدالکريم خادم زوی رسنيو ته وويل، په ارزګان کې د امنيتي ځواکونو اختلافات زیات شوي چې دوی يې اندېښمن کړي دي.
نوموړی زياتوي، که اختلافات لا ډېر شي نو ښايي ياد ولايت يوځل بیا د سقوط تر بريده ورسېږي او ډيری سيمي به يې د وسله والو لاس ته ورشي.
د هغه په وينا، دغه اختلافات د ملي پوليسو، ملي اردو او يو شمير کنډکونو تر منځ له پخوا شته خو اوس زيات شوي دي.
د خادم زوی په خبره، په دې وروستيو کېافغان ځواکونو په خپل منځ کې وسله والې نښتې هم کړي، چې لسګونه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وايي، د افغان ځواکونو د اختلافاتو له امله ګڼېسيمې طالبانو ته پاتې شوي چې اوس پکې هغوی واکمن دي.
په عين حال کې د ولايتي شورا يو بل غړی حيات الله هم ورته څرګندونې لري او زياتوي چې دلته د بل ولايت سړی نه قومنداني کولی شي، نه به خلکو ته کار وکړي او نه به امنيتي وضعيت سم شي.
که څه هم دولت له تيرو شاوخوا لس مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې د وسله والو د ځپلو په موخه عمليات پيل کړي، خو د مسئولينو په خبره چې په دې عملياتو کې کوم پرمختګ نه دی شوی او وسله وال طالبان د ولايت مقام په دوه کيلو مترۍ کې شتون لري او د ښار په نږدې سيمو کې خپل فعاليت کوي.
د ورکړل شويو راپورونو له مخې، يواځې تېره مياشت د ملي اردو او پوليسو په خپلمنځي نښته کې په چورې ولسوالۍ کې څلور پوليس وژل شوي، په مرکز ترينکوټ کې يو پوليس خپل قومندان په ډزو وژلی، دغه راز څلور نور پوليس په جلا نښته کې ټپيان شوي هم دي.
-الماس خدرخېل-


















