ليوال: پر ډيورنډ کرښه د اغزن سیم مخنيوي لپاره به اقدام وکړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ)

د پاکستان پوځ څو اوونۍ مخکې اعلان وکړ، چې د وسله والو د تګ راتګ او مخنيوي په موخه يې د ډيورنډ پر کرښه د موانعو جوړولو يا اغزن تار لګولو د دوهم پړاو چارې پيل کړې.

پاکستان غواړي، چې د ډيورڼد پر کرښه اغزن تارو ولګوي چې له تيرو څو کلونو راپديخوا يې دغه لړې پیل کړې ده.

د پاکستان حکومت د دې عمل په غبرګون کې د افغانستان د قبايلو او سرحدونو چارو وزارت ويلي، چې پر ډيورنډ کرښه به د اغزن سيم د مخنيوي په موخه له هرې لارې چارې استفاده وکړي.

دغه وزارت وايي، د پاکستان له لوري پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم يا موانعو لګولو فعاليت څاري او د مخنيوي لپاره به يې اقدام وکړي.

د ياد وزارت سرپرست عدالغفور لېوال رسنيو ته ويلي، چې امنيتي ارګانونه او دیپلوماتيکي ادارې هڅه کوي چې د دغې کار مخه ونيسي.

که څه هم نوموړي وويل، چې افغانستان به هيڅکله د پاکستان دا يو طرفه اقدام په رسميت ونه پيژني.

خو د کابل پوهنتون استاد او سياسي شنونکي فيض محمد ځلاند تېره ورځ په خپله فسبوک پاڼه وليکل چې د ګډ حکومت مشرانو ( ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله د ډیورند کرښه په پټه له پاکستان سره معامله کړې ده).

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button