جورج پیل چې د کاتولیکو مسیحیانو د کلیسا جګپوړی چارواکی دی د استرالیا د پولیسو لخوا په جنسي تیري کولو تورن شوی دی.
نوموړی مشر د واتیکان د خزانې مسئول او د پاپ فرانسیس نږدې سلاکار هم پاتې شوی.
په نوموړي تور دی چې په ګڼو ماشومانو یې جنسي تیری کړی دی.
د ویکتوریا ایالت د پولیسو مشر شان پاتون خبریالانو ته وویل چې د واتیکان د خزانې په مسئول او کاردینال جورج پیل باندې لسګونه د جنسي تیري کولو تورونه او اسناد شتون لري، خو نوموړي بیا ټول تورونه ردوي.
د دې تورونو څخه وروسته د کاتولیکو مسیحیانو د کلیسا لخوا خبرپاڼه خپره شوې چې پکې ویل شوي دي چې کاردینال پيل به د ډاکټرانو د توصیې او تایید نه وروسته سمدلاسه استرالیا ته واستول شي ..
چې نوموړی به د محکمې جلسې ته د ځان د سپیناوي په خاطر خپل ځوابونه ووایی.
دا لمړی ځل ندی چې د عیسوي کلیساګانو رهبران له ماشومانو سره په دې ناوړه کار تورنیږي بلکه تر دې وړاندې هم په ځلونو داسې چارې شوې دي چې پکې د مسیحیانو سرکرده مذهبي مشران ښکیل ؤ


















