وروسته له هغه چې نږدې درې کاله وړاندې ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه، اوس یو ځل بیا غواړي د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره نور سرتېري راولېږي. ناټو هیله لري د اضافي سرتېرو په رالېږلو سره به افغان ځواکونه طالبانو ته ماتې ورکړي.
تېره ورځ د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو دفاع وزيرانو غونډه وه. په غونډه کې د ناټو عمومي منشي وویل، ۱۵ هېوادونو افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو ته امادګي ښودلې.
خو د کاناډا لومړي وزیر، جسټن ټراډو وویل چې کاناډا به بېرته افغانستان ته خپل سرتېري ونه لېږي. ”مونږ بېرته افغانستان ته د اضافي عسکرو د لېږلو هېڅ پلان نه لرو“. نوموړي زیاته کړه ”مونږ هلته لس کاله خپله دنده په ښه توګه او مېړانه ترسره کړه او د پام وړ تاثیر یې وکړ“.
په پرونۍ غونډه کې له برتانیا پرته بل کوم هېواد افغانستان ته د نورو اضافي سرتېرو شمېره ونه ښودله. برتانیا وویل چې شاوخوا ۱۰۰ نور سرتېري به افغانستان ته ولېږي.
کاناډایي سرتېري په ۲۰۱۴ز کال کې په بشپړه توګه له افغانستان نه ووتل او له ۲۰۱۴ کال راهیسې له افغان امنیتي ځواکونو سره مالي مرسته کوي.
د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ کال په مېنځ کې، تر څلوېښت زره زیات کاناډايي سرتېري په افغانستان کې مېشت و او په جګړو کې یې شاوخوا ۲۵۸ سرتېري ووژل شول.


















