اسرایلو ویلي چې له سوریې څخه د دې هیواد د ګولان تپه په دوو راکټونو لګیدلې او دوی یې د غچ اخیستنې لپاره د سوریې پوځي مراکز په نښه کړل.
د اسرائیلو هوايي ځواکونو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ددوی جنګي الوتکو نن د بشار اسد د ځواکونو په هدفونو هوايي بریدونه وکړل.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په بریدونو کې د اسد د ځواکونو دوه ټانکونه له منځه وړل شوي دي.
اسرائیل وایی جنګي الوتکو یې شاوخوا نیم ساعته وروسته د هغه چې د سوریې لخوا د اسراییلو دسیطرې لاندې د ګولان په تپه راکټي بریدونه وشول ، هوايي بریدونه ترسره کړل.
دا پداسې حال کې ده چې تیره اونۍ هم د سوریې لخوا د ګولان تپه د دوو راکټونو ښکار شوې وه چې بیا اسرایلو د سوریې پوځي مرکزونه هم په راکټونو وویشتل.
اسرایلو ګواښ کړی ؤ چې سوریې ته به د هر اقدام په وړاندې قوي ځواب ورکوي


















