نړيواله محکمه: بهرنيو او دولتي ځواکونو په افغانستان کې بنديان سخت شکنجه کړي دي

کابل ټکی کام / قدرت الله حسین ۱۳۹۴ لړم ۲۳

رويټرز خبري اژانس په يوه راپور کې د نړيوالې محکمې په حواله ويلي دي، چې بهرنيو او دولتي ځواکونو په افغانستان کې بنديان په بد ډول شکنجه کړي دي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې له ۱۲ کاله څېړنو وروسته مالومه شوه، چې د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د افغانستان په پټو او ښکاره زندانونو کې بنديانو ته سخته روحي او فزيکي شکنجه ورکړې، چې له نړيوالو قوانيونو سره سم جنګي جنايات بلل کېږي.

ويل کېږي، چې بهرنيانو د دغې مودې په اوږدو کې ډېر داسې خلک هم د تحقيق پر مهال شکنجه کړي، چې يوازې د شک په بنياد يې بنديان کړي، خو وروسته هيڅ جرم پرې نه دی ثابت شوی.

يادې محکمې همدا راز زياته کړې ده، چې افغان ځواکونو هم په دې شکنجه کې پوره ونډه لرلې ده.

پر افغانستان د امريکا او لويديځو هېوادو د روان يرغل په اوږدو کې ډېر ځله داسې اسناد او شواهد رامخ ته شول، چې په افغانستان کې د امريکايانو او لويديځوالو په پټو او ښکاره زندانو کې ترې له بنديانو سره د خورا بد چلند څرک لګېده، خو د نړيوالې ټولنې په ګډون يې هيچا د مخنيوي لپاره ګام پورته نه کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button