غني يو وار بيا له امريکا وغوښتل چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو روزنې ته پام وکړي

کابل ټکی کام / قدرت الله حسین ۱۳۹۴لړم ۲۳
د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني احمدزي يو وار بيا له امريکايي چارواکو سره په خبرو کې له هغوی غوښتنه کړې چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزنې لړۍ چټکه کړي.
نوموړي له اجرائيه رئيس عبد الله عبد الله سره په ګډه د امريکا له دفاع وزير سره د يوه وېډيويي کانفرانس له لارې د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره د امريکا په مرستو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې د امريکا مرسته د افغان ځواکونو په تجهيز، تمويل او روزنه کې مهم او اساسي رول لري.
غني په داسې حال کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو په پياوړتيا ټينګار وکړ، چې وسله وال طالبان هره ورځ مخ په وړاندې ځي او لا پراخه سيمې نيسي، بل لور ته نږدې هره ورځ لسګونه امنيتي ځواکونه خپلې وسلې غورځوي او طالبانو ته تسليمېږي.
په وېډيويي کانفرانس کې د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر هم په خپل وار د راتلونکي ميلادي کال لپاره د افغان ځواکونو د مالي لګښت په اړه د امريکا د حکومت د غوښتنو په اړه مالومات ورکړل.



