لنډه کيسه—- الماس خدرخېل
له کوچنيتوبه مې د دين له کارونو جومات او مدرسې سره مينه وه، پلار به مکتب ته په زور لېږلم خو زه به د خپل شوق له مخې مدرسې ته په خوشحالۍ تلم.
پلار او نورو ترونو مې په کلي کې خپله بزګري کوله او مونږ د تره يوه کرړه ځامن به يې ټول په شريکه مکتب ته لېږلو.
دا نو داسې کلونه و چې امريکايانو او د ناټو ځواکونو په افغانستان بريد کړی و، کرزی پاچا و، زه لا په دې نه پوهېدم چې امريکايان افغانستان ته د څه لپاره راغلي، خو د پلار او د کلي له يوڅو نورو سپين ګيرو به مې اورېدل چې امريکايان کافران دي، د کافر لفط په اورېدو سره به مې زړه د طبیعت له مخې د هغوی وژنې او ورسره جنګ کولو ته هوسېده.
يوه ورځ چې زمونږ کلي ته امريکايان راغلي و، د کلي نور ماشومان او ځوانانو هلکانو ورسره ټوکې کولې، خو زما وينه دومره ګرمه وه، چې کور ته لاړ مور ته مې ويل امريکايان راغلي او له غوسې ټول لړزيدم، څو کرته د کور له ديوالونو شاوخوا تاو راتاو شوم چې له کوم ځایه به ښه ويشتل کېږي خو زه لا کوچنی وم.
د دوه درې کلونو په تېرېدلو سره په کلي کې د طالبانو د راپيدا کېدلو ګنګوسې خپرې شوې.
اوس ايله نوی ځوان شوی وم پلار او يو ورور به مې د شپې کور ته پټ مخي طالبان راوستل، کله به يې له ځان سره بلچه او کولنګ هم اخيستل.
پلار مې له ماښام وروسته په حجره باندې د وړو ماشومانو پابندي لګولې وه.
يوه شپه چې مشر ورور مې په کور کې نه و پلار راته وويل، چې حجرې ته ډوډۍ وروړم، د ماخستن ډوډۍ تياره شوه، زما هم سودا وه چې پلار مې زيات وخت د شپې چيرته ووځي او څوک ورسره وي، کله چې مې د حجرې ور خلاص کړ، ومې کتل چې د غونډۍ کلي قاري زړګی او د هغه ورور ګلاب دي، له یو سره مشينه ده او له بل سره تفانچه ده، له ستړې مشې وروسته مې د پلار سربيره قاري زړګي هم راباندې غوږونه خلاص کړل، چې سبا ته حل ونکړم، خو پلار مې راباندې اعتباري و، ويل يې چې حل نه کوي خو بیا هم يوه اګاهي پرې ضرور ده.
له ډوډۍ او چای وروسته مې پلار غلی له حجرې کيوت او له انګړ نه يې ماته هم غږ وکړ، هغه مخکې زه ورپسې، سيده د بوسو کوټې ته ورغی، يوه بوجۍ يې ماته راپه اوږه کړه او خپله يې ورسره يوه چلمچي راواخيسته، پاس چې راوختو، بوجۍ يې خلاصه کړه او پکې لینونه يې ترې راويستل، هغه ما چې چلمچي بلله پلار مې هغه راوړ، خو قاري زړګي چې وليد له خوشحالۍ يې زما په پلار غږ کړ، کاکا دا څومره غټ ماين دی، زه هم پوه شوم چې چلمچي نه بلکې مين دی.
دوی امريکايانو ته د ماينونو د ايښودلو (پټ جهاد) له يو کال راهيسې شروع کړی و خو لا هم کليوال پرې خبر نه و، نو ځکه د ماين ايښودلو لپاره يې څلور نفرو ته ضرورت درلود او په دې شپه زما مشر ورور ښار ته تلی و.
قاري صيب مې پلار ته وويل چې د هغه په ځای به د ذرین اکا ځوی له ځان سره واخلي چې لږ طالب پلوی غوندی ښکارېده، خو پلار مې ورسره ونه منله او ماته يې اشاره وکړه چې نن شپه به دا ځوان له ځان سره بوځو.
زه هم له خوشحالۍ په جامو کې نه ځايېدم، هغوی چې تر څو پورې د ماين د جوړولو چارې خلاصولې ما ځان بسته کړ، خپل پلاستيکي بوټان او د یخنۍ له ویرې مې څادر هم ورسره واخيست.
د شپې يوولس نيمې بجې به وې چې له کوره ووتو، پلار مې ماين واخيست او ماته يې د کلاشينکوف په اندازه لرګی راکړ، راته يې ویل که څوک په مخه راشي دا لرګی به د څادر لاندې نيسې چې دا فکر ونکړي چې لرګی دی که کلاشينکوف ما هم همداسې وکړل.
دا چې حالات ډیر سخت و، پلار مې د لارې په ټولو اصولو سم پوه کړم، چې خپې به نه څښوم او په لاره کې به په هيچا هم غږ نه کوم، څارګرو طيارو په هوا کې سخت شور جوړ کړی و، په ډير تکليف مو ځانونه له يو ساعت مزله وروسته سړک ته ورسول، د ماين په خښولو دوه ساعتونه واوښتل، پلار مې راته د خښ شوي ماين مخامخ ونه وښوده او بيرته راوګرځېدو، سبا د انتخاباتو د ورځې د امنيت په خاطر د هماغې سيمې مکتب ته امريکايان راغله، پلار مې د ماين ريموټ راکړ د سړک نه څلور پنځه پټي لرې د کلا کونج کې ورته انتظار وم، د امريکايي قطار په دوهم ټانګ د انفجار سره ټانګ ټوټه ټوټه شو خو زما شاته په کوڅه کې ملک تور راروان و، هغه به له ځان سره درې څلور باډيګاردان هم ګرځول، سمدستي رانه تاو شول خو دومره چالاکي مې وکړه، چې ريموټ مې د کلا خواته په وياله کې وغورځولو، سيده يې امریکايانو ته لاس تړلی ورکړم، هغوی هم یقيني نه ول، خو شکي شول او راباندې یې د سوکانو لغتو او کونداغونو شروع وکړه، ښه چې ستړي شول د مکتب خواکې پوستې ته يې حواله کړم.
شپږ ورځې مې پوسته کې تېرې کړې د کلي د سپينګيرو په ضمانت او د پلار په هلوځلو بيرته راخوشې شوم، خو دا ځل د پلار له بې اجازې سيده ملي اردو ته ورغلم هلته يې رانه تذکره امضاګانې او ضمانتونه واخيستل او د ملي اردو د ټرننګ په مرکز کې ديره شوم.
مشر ورور ته مې ټلفون وکړ خفه و اخطارونه يې راکړل، ويل يې که کلي ته راغلې پلار دې په خپل لاس وژني.
ما هم چاته حل نه کولو زما مقصد يواځې د الله رضا وه او بس، د ملي اردو په ټرننګ مرکز کې مې يوه مياشت پوره شوه، خو لا هم راته موقع نه برابريدله، نور مې بيخي د زړه صبر تمام شوی و، يو خو مې چاته حال نه شو ويلی او بل مې کار نه برابرېده.
د ټريننګ د خلاصېدو په اخري ورځ زمونږ مرکز ته شپږ امريکايي مشاورين راغله، استاد ویل چې ډېر احتياط وکړۍ نن درنه په تعليم کې خطاګانې ونه شي چې خارجي همکاران به د مرکز ليدنه کوي.
دا ورځ زه له خوشحالۍ په جامو کې نه ځآېيدم، له ټولو پټ لاړم اودس مې وکړ دوه رکعته لمونځ مې وکړ او خدای ته مې زارۍ وکړې چې زما پلان بريالی کړي، زه هم له هغو عسکرو څخه وم چې په مرکز کې په شمار ټوپکې ورکړل شوې وې، همالته مې ټوپک ته مرمۍ تيره کړه او قيد مې ضربې ته ښکته کړ، د لين بر سر په اول قطار کې ودرېدم.
امريکايان راغلل قطار ودرېدل، د مشر امريکايي د خبرو پيلولو سره مې د ټوپک شپيلۍ پرې راتاو کړه او شپږ واړه مې ضربه کړل، ښه چې مطئن شوم، ټوپک مې ګذار کړ او د نورو عسکرو په منځ کې ما هم منډه کړه، ټول عسکر يو خوا بل خوا ځغليدل ما هم د تشنابونو لور ته چې له مخکې مې د تېښتې ځای په نښه کړی و ورشغندی شوم، په تشناب پورته شوم د بام له سره مې اخوا ټوپ کړ، دا چې ټول عسکر په داخل کې شور ماشور ډزو او ګډوډۍ ته متوجه وه، نو د ودانۍ شاته تشنابونو ته د چا دومره توجه نه وه، هماغه و چې ورور ته مې زنګ وکړ او ټوله قيصه مې ورته وکړه سيده کلي ته روان شوم.
کلي ته په رسېدو ټولو کليوالو او طالبانو د ګلانو امیلونه اخيستي و او زما غاړې ته يې را اچول مبارکي يې راکوله، د ګڼې ګوڼې په منځ کې مې پلار راته وويل څه دې وکړل؟ ما ورته وويل چې له امريکايانو مې د سوکانو او لغتو انتقام په مرميو او د دوی په قتلولو واخيست.


















