(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۱)
د افغانستان د غور ولايت يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کابل ټکی کام ته وويل، چې د دغه ولايت په تولک ولسوالۍ کې د محلي پوليسو قوماندان فضل احمد له خپلو ساتونکو سره وسله والو طالبانو سره يوځای شوی دی.
د سرچينې په وينا، دا قوماندان له خپلو ۳۰ کسانو سره طالبانو ته ور اوښتی چې له ځان سره يې هغوی ته له ديرش ميله ډیرې سپکې او درنې وسلې هم وروړي دي.
طالبانو هم تائيد کړې، چې نوموړی قوماندان او ورسره ديرش کسان له دوی سره يوځای شوي دي.
قوماندان فضل احمد د دولت له لوري د درې ولسواليو (شهرک، تولک او فارسي) د نظامي امر په توګه دنده لرله.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د غور مرکز اړوند د سرمې په سيمه کې شاوخوا ۲۰۰ کورنيو له طالبانو خپل ملاتړ اعلان او ورسره يوځای شول.
تر دې وړاندې هم څو ځله په ځېنو ولایتونو کې د افغانستان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره یوځای شوي دي.
-الماس خدرخېل-


















