تازه خبر: د کندز مرکز شاوخوا سیمو کې جګړه روانه ده

د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي طالبانو نن سهار د کندز ولایت په مرکز او شاوخوا سیمو بریدونه پیل کړي دي.

د کندز د والي ویاند، سید محمود دانش رسنیو ته ویلي چې طالبانو نن سهار له دوه لوریو د پل الچین په سیمه باندې بریدونه پیل کړي دي. د دانش په خبره جګړه اوس هم روانه ده.

بل خوا د ۸۰۸ سپین زر زون ویاند، محفوظ الله اکبري ویلي “طالبانو نن یک شنبه د سهار په ۹ بجو پر چهاردرې ولسوالۍ او د کندز – خان آباد په لویه لار بریدونه پیل کړي دي؛ جګړه اوس هم جریان لري”.

 کندز – خان آباد لویه لار
کندز – خان آباد لویه لار

 

اکبري زیاته کړه، “طالبانو همدا راز سپېده چاود مهال، د کندز ولایت د مرکز اړوند په تلوکه سیمې هم بریدونه پیل کړي دي. اوس مهال ځمکني او هوايي بریدونه روان دي او تر دې دمه د اوښتو تلفاتو په اړه کوم معلومات په لاس کې نه لرو”.

که څه هم چارواکي وايي چې د طالبانو بریدونه یې په شا تمبولي دي خو د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي “طالبانو د پنجشیري قشلاق پراخه سیمه نیولې ده او جګړه اوس هم دوام لري”.

طالبان وايي بریدونه یې د کندز مرکز اړوند سیمو باندې کړي دي. “نن سهار سپېده چاود مهال  د کندز ولایت  مرکز کې کندز ښار ته څېرمه په تیلاوکي او ملا سردار سیمو باندې له ۲ استقامتونو (ګورتیپې او کنم) څخه د اسلامي امارت مجاهدینو د سپکو او درنو وسلو په وسیله کارنده تعرضي بریدونه پيل کړل”.

taliban

 

طالبان وايي د امام صاحب او دشت ارچي ولسوالیو ته غزېدلې لویه لار هم “د یاد مرکز اړوند دوبلوله سیمه کې په بشپړه توګه د  دښمن په مخ وتړله شوه”.

کندز  په شمال کې یو له ناامنه ولایتونه نه دی چې طالبان پکې پراخ حضور لري او د ملي وحدت حکومت په جریان کې دوه ځله د طالبانو په لاس سقوط شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button