کابل: وسله وال بريد او چاودنې پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۱)

د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې چاودنې او وسله وال برید د يو پولیس افسر په ګډون پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

چاودنه نن سهار مهال د يادې ولسوالۍ په ارغندي سيمه کې د پوليسو په رينجر موټر شوې ده.

د يادې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې په دې پېښه کې د وردګ ولايت د نظم عامه د پوليسو رئيس ارکان وژل شوی دی.

په ورته وخت کې د وردګ ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب اميني هم د يو پوليس افسر وژل کيدل تائيد کړي وايي چې په وردګ کې يې دنده لرله، خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

بل پلو وسله والو طالبانو د ياد بريد مسئوليت په غاړه اخيستی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهدپه په خپله رسمي ټويټر پاڼه لیکلي، چې په ياده سيمه کې د دوی وسله والو په يو وخت بريد او چاودنه کړې، دوه رينجر ويجاړ شوي او پکې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل په يو شمير ولسواليو کې طالبان پراخ حضور لري، چې وخت ناوخت په دولتي ځواکونو او مامورينو بریدونه او چاودنې ترسره کوي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button