– دقیامت نښې –
-۱۰۹مه نښه – د خلکو پخوانيو اسلحو او سپرليو ته بيرته راتګ
نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
فبينما هم كذلك إذ سمعوا ببأس هو أكبر من ذلك فجاءهم الصريخ إن الدجال قد خلفهم في ذراريهم فيرفضون ما في أيديهم ويقبلون فيبعثون عشرة فوارس طليعة قال رسول الله صلى الله عليه و سلم إني لأعرف أسمائهم وأسماء آبائهم وألوان خيولهم هم خير فوارس على ظهر الأرض يومئذ ([1]).
ژباړه : مسلمان به په دغه وخت کې په داسې حالت کې وي چې هغوی به د لوی مصيبت خبر واوري، يو سړی به په زوره ووايي: خلکو ! دجال له تاسو وروسته د ستاسو کورونو ته راغی، د دې خبرې په آوريدو به هغوی هر څه پريږدي او د خپلو کورونو لور ته به متوجه شي او په پوري ډول به لس سپاره د جايزې اخستو په غرض وليږل شي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي: زه د هغو سپرو نمونه، د هغوی د پلرو نمونه او د هغوی د آسونو رنګونه پيژنم، هغوی به په دغه زمانه کې د زمکې پر مخ په بهترينو آسونو باندې سپاره وي.
(۱۱۰- ۱۱۱مه نښه ) د بيت المقدس آبادي، د مدينې منورې بربادي او د هغې له اوسيدونکو او زيارت کوونکو څخه خالي والی
له حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
عمران بيت المقدس خراب يثرب وخراب يثرب خروج الملحمة وخروج الملحمة فتح قسطنطينية وفتح القسطنطينية خروج الدجال ” ثم ضرب بيده على فخذ الذي حدثه أو منكبه ثم قال إن هذا لحق كما أنك ها هنا ([2]).
ژباړه :
د بيت المقدس ابادي په اصل کې د مدينې منورې بربادي ده، چې مدينه منوره برباده شي نو يو لوی جنګ به شروع شي، چې جنګ شروع شي نو قسطنطنيه به فتح شي او کله چې قسطنطنيه فتح شي نو بيا به ډير زر دجال ظاهر شي، دا يې وويل سيدنا معاذ بن جبل رضی الله عنه خپل لاس د هغه سړی په ورانه يا په اوګه باندې وواهه کوم ته يې حديث بياناوه او وې ويل : دا خبره داسې حق ده لکه څرنګه چې دلته د ستا وجود يقيني دی.
له يثرب څخه مراد مدينه منوره ده او د هغې له بربادي څخه مراد د هغې له اوسيدونکو او زيارت کوونکو څخه خالی والی دی.
په يوه بل روايت کې دي:
الملحمة العظمى وفتح القسطنطينية وخروج الدجال وسبعة أشهر ([3]).
ژباړه :
لوی جنګ، د قسطنطنيه فتح او دجال، دا هر څه به په اوو مياشتو کې وي.
په دغه حديث کې چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم د کومو واقعاتو ذکر بيان کړی، هغه په ترتيب سره ښکاره کيږي، اول د بيت المقدس ابادي او د عمارتونو په ډيروالي سره د هغه وسعت او د خلکو په دغه ښار کې په کثرت سره اباديدل، بيا د يثرب (مدينې منورې) بربادول، يعنې خلک به په مدينه منوره کې له اوسيدا پرهيز کوي او په مدينه منوره کې د نويو عمارتونو د جوړيدا سلسله به ودريږي، دا ټول شيان نن ورځ په مدينه منوره کې ظاهر شوي، خلک په تدريج هلته کميږي او د ابادي د اضافه والي سلسله دريدلې، د مدينې منورې يو لوی شمير اوسيدونکي کرار کرار له مدينې منورې څخه د نورو ښارونو لور ته کډه کيږي.
په يوه بل حديث کې راغلي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
لتترکن المدينة علی احسن ماکانت حتی يدخل الکلب اوالذئب فيعذی علی بعض سواری المسجد او علی المنبر فقالوا: يا رسول الله ! فلمن تکون الثمار ذالک الزمان؟ قال: للعوافی : الطير والسباع ([4]).
ژباړه : مدينه به په عمده حالت کې پريښودل شي، حتی چې نوبت به دې ته ورسيږي چې يو سپی يا يو ليوه به مسجد ته داخل شي په کومه ستن يا په منبر باندې به متيازې وکړي، صحابه ؤ غرض وکړ : اې د الله رسوله ! دا ووايه چې په دغه زمانه کې به د مدينې ميوې د چا په کار راشي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : مرغۍ او درنده ګان به دغه ميوې خوري.
د بيت المقدس د ابادي يو مفهوم دا هم دی چې په آخره زمانه کې به خلافت هلته نقل کړی شي، لکه چې د حضرت عبد الله بن حواله ازدی رضی الله عنه په حديث کې چې راغلي، هغه فرمايي:
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زما په سر لاس مبارک کيښود نو دا يې راته وفرمايل : اې ابن حواله ! کله چې ته ووينې چې خلافت مقدسې خاورې ته نقل کړی شو نو په دې وخت کې به زلزلې، پريشانۍ او لوی مصيبتونه به نږدې راشي، په دغه ورځ به قيامت له دې څخه هم ډير نږدې وي لکه څومره چې زما لاس د ستا له سر سره نږدې دی ([5]).
په تير حديث کې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم دا فرمان چې (وخراب يثرب خروج الملحمة) له (الملحمة) څخه مراد هغه لوی جنګ دی کوم به چې د مسلمانانو او عيسايانو تر مينځ برپا کيږي او په هغه کې به بې شميره خلک وژل کيږي، دې ته ملحمه له دې امله ويل کيږي چې په دې کې به قتل او خونريزي ډيره وي، له دې وروسته به د قسطنطنيه فتح په عمل کې راځي، په ننۍ زمانه کې دا د استانبول ښار دی کوم چې د ترکيې د لويو ښارونو له جملې څخه يو دی، بيا به د قسطنطنيه له فتح وروسته دجال ظاهريږي.
۱۱۲مه نښه ـ مدينه به شرير خلک داسې وباسي لکه يو اهنګر چې له کوزې زنګ ليرې کوي
د قيامت په نښانو کې چې مونږ کومې نښانې بيان کړې په هغوی کې يوه دا وه چې مدينه منوره به خرابه شي او له اوسيدونکو څخه به خالي شي.
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د مدينې منورې لور ته له هجرت کولو وروسته د مدينې منورې په ابادي کې ډير زياتوالی راغی، څومره وخت چې تيريده هومره په ابادي کې زياتوالی راته، د الله تعالی رسول صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې د خلکو به په مدينه منوره کې د اوسيدو خواهش کم شي، حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
يأتي على الناس زمان يدعو الرجل ابن عمه وقريبه هلم إلى الرخاء هلم إلى الرخاء والمدينة خير لهم لو كانوا يعلمون والذي نفسي بيده لا يخرج منهم أحد رغبة عنها إلا أخلف الله فيها خيرا منه ألا إن المدينة كالكير تخرج الخبيث لا تقوم الساعة حتى تنفي المدينة شرارها كما ينفي الكير خبث الحديد ([6]).
ژباړه : په خلکو به داسې يوه زمانه راشي چې يو د مدينې اوسيدونکی سړی به خپل تره او خپلو خپلوانو ته ووايي: (مدينه پريږدئ) د خوشحالي لور ته ووځئ، د خوشحالي لور ته راشئ، سره له دې چې مدينه به د هغوی لپاره ښه وي، اې هی: کاشکې ! هغوی ته د دې خبرې علم وای، په هغه ذات قسم د کوم په قبضه کې چې زما روح دی ! کله هم چې کوم سړی له مدينې منورې څخه په بې رغبتي سره کډه شي، نو الله تعالی به له هغه څخه بهترين سړی همدلته په مدينه منوره کې اباد کړي، خبر دار ! مدينه د اور د بټۍ په څير ده، هغه له خپل ځان څخه خبيث خلک باسي، قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې مدينه منوره له خپل ځان څخه شرير خلک ليرې داسې (ونه باسي) لکه څنګه چې يو اهنګر له کومې کوزې څخه زنګ ليرې کوي.
له حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمه الله څخه روايت شوی چې هغه له مدينې منورې څخه ووت او خپل ازاد شده غلام مزاحم ته يې وويل: اې مزاحم ! آيا مونږ په هغو خلکو کې شامل نه يو کوم به چې مدينه منوره له خپل ځان څخه ليرې کوي وباسي به يې؟.
د دې مطلب هيڅکله دا نه دی چې هر هغه کس کوم چې په مدينه منوره کې سکونت اختيار کړي او بيا له دغه ځای څخه نقل مکاني وکړي يا مدينه منوره پريږدي او د بل کوم ښار په لوري ولاړ شي نو هغه به له شريرو او خبيثو خلکو څخه وي، هيڅکله د هغه دا مفهوم نه دی، ځکه چې په صحابه کرامو کې ځينو بهترينو شخصياتو د جهاد او دعوت په مقصد مدينه منوره پريښې او په نورو ډيرو ليرې ښارونو کې يې اوسيدل غوره کړي او په دې کې هيڅ خبره نه دی شوې.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
يَتْرُكُونَ الْمَدِينَةَ عَلَى خَيْرِ مَا كَانَتْ لَا يَغْشَاهَا إِلَّا الْعَوَافِ ([7]).
ژباړه : خلک به مدينه منوره په داسې حالت کې پريږدي په کوم حالت کې به چې هغه ډيره عمده (ښه) وي، په هغې کې به يواځې مرغۍ او درنده ګان اوسيږي.
مطلب دا چې خلک به په مدينه منوره کې په داسې حالت کې هم اوسيدل نه خوښوي په کوم حالت کې به چې هلته ژوند کول ډير غوره او ښه وي، هلته به ميوې په کثرت سره وي، ژوند کول به ډير ښه وي، مګر يو شمير داسې فتنې او سختۍ به خلک را ګير کړي د کومو له امله به چې خلک د مدينې منورې پريښودو ته مجبور شي، د مدينې منورې اوسيدونکي به کرار کرار له همدې ځای څخه د نورو ښارونو لور ته په کډه شي، تر دې چې هلته به هيڅوک پاتې نشي، نوبت به تر دې ورسيږي چې کورونه، لارې، سرکونه او مساجد به له خلکو څخه خالي شي، مرغۍ او درنده ګان به په مساجدو کې آزادانه ژوند کوي، هلته به بولې کوي او هيڅ منعه کوونکی به نه وي، ځکه چې ښار به له انسانانو څخه خالي شوی وي.
[1] – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۸۹۹.
[2] – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۸۹۹.
[3] – جامع الترمذي، الفتن، حديث : ۲۲۳۸، بسند ضعيف.
[4] – المؤطا للامام مالک :۲/ ۳۹۲، والمستدرک للحاکم :۴/ ۴۲۶.
[5] – مسند احمد :۵/ ۲۸۸، وسنن ابی داؤد، الجهاد، حديث : ۲۵۳۵، وصححه الالبانی فی صحيح ابی داؤد.
[6] – صحيح مسلم، الحج، حديث : ۱۳۸۱.
[7] – صحيح البخاري، فضائل المدينة، حديث : ۱۸۷۴، وصحيح مسلم، الحج، حديث : ۱۳۸۹.


















