د جنرال دوستم د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې وړمه شپه د ګارنیزیون سرتېرو په قلعه فتح الله کې د نوموړي د کور د ساتونکو د بې وسلې کولو هڅه کړې ده.
نوموړي ویلي ساتونکو یې په دې سیمه کې هېڅ ډول غیر قانوني چاره نده ترسره کړې ترڅو یې حکومت په وړاندې داسې چلند وکړي.
نوموړی وایې ساتونکو یې له پولیسو سره مقاومت کړی او پولیس بیرته له سیمې تللي
نوموړي د ګارنیزیون پولیس تورن کړي چې سیمه کې په لوی لاس ستونزې جوړوي او په خلکو کې ویره خپروي.
فرهمند ویلي که د بیا ځل لپاره هم دا کړنه تکرار شوه نو د تواقبو مسؤلیت به یې د ګارنیزیون په غاړه وي
.د کابل ګارنیزیون بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.


















