فراه: ماين چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۳)

په فراه ولايت کې د ماين چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل او یو بل ټي شوی دی.

د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند محمد اقبال باهر وايي، دغه چاودنه سهار وختي د پشت رود ولسوالۍ د “ګچ ګين” په سيمه کې د ملکي وګړو په سپرلۍ موټر شوې، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د ورکړل شويو مالوماتو له مخې، په وژل شويو کې درې ښځې او يو نارينه دی او يوه بله ميرمن ټپي شوې هم ده.

د سرچينې په وينا، دغو کسانو يوه ميرمن د ناروغۍ له امله روغتون ته وړله، چې په لاره کې د ماين ښکار شول.

دولتي چارواکي ډيری وخت د ورته پېښو مسئوليت پر وسله والو طالبانو اچوي او وايي چې دوی په لويو لارو کې د دولتي ځواکونو رينجرو او ټانګونو ته ماينونه خښوي چې کله کله پر ملکي خلکو هم انفجار کوي.

خو وسله والو طالبانو په ملکي خلکو د چاودنو او ورته د مرګ ژوبلې اړولو راپورونه په پرلپسې ډول رد کړي دي.

تر دې مخکې داسې راپورونه هم ورکول شوي، چې په کليوالو سيمو کې د اربکيانو او يو شمير سيمه ييزو استخباراتو له لوري ورته پېښې رامنځته کېږي او پړه يې پر وسله والو طالبانو اچول کېږي، ترڅو په دې کار سره د ولس او طالبانو تر منځ واټن رامنځته کړي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button