د امريکايي سناتورانو پلاوی له پاکستان وروسته کابل ته رسېدلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۳)

د امريکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو پنځه کسيز پلاوی چې مشري يې د دغه جرګه ګۍ د مشر جان مککين په غاړه ده، له پاکستان وروسته کابل ته رسېدلی دی.

په کابل کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت ويلي، چې دغه پلاوى به د امريکايي ځواکونو له قوماندانانو او سرتېرو سره ګوري.

په دغه کتنه کې له نوموړي سره څلور نور سناتوران هم ملګري دي، چې د ولسمشر غني، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله او يو شمير نورو چارواکو سره تر ليدنو کتنو او خبرو وروسته به له رسنيو سره معلومات شريک کړي.

امريکايي سناتوران له پاکستاني پوځي چارواکو سره

د سناتورانو دغه پلاوي تر دې وړاندې دوه ورځې په پاکستان کې تېرې کړې او د هغه هېواد له پوځي او ملکي چارواکو سره يې وليدل.

راپورونه وايي، ياد پلاوي پرون د پاکستان د پوځ له مشر سره يو ځاى له شمالي وزيرستان څخه هم ليدنه وکړه.

د پاکستاني چارواکو سره له کتنو وروسته دغه پلاوي خبريالانو ته وويل، چې په افغانستان کې د شخړې د هواري لپاره د پاکستان رول مهم دی.

امريکايي سناتوران په داسې حال کې کابل او اسلام اباد ته سفرونه کوي، چې لا هم د ټرمپ ادارې د افغانستان په اړه خپله پاليسي نه ده اعلان کړې.

ويل کېږي، د سناتورانو دغه سفرونه د افغان جګړې د ستراتيژۍ د پوره کولو په موخه ترسره کېږي.

تر دې مخکې داسې راپورونه ورکول شوي و، چې د ټرمپ اداره د افغانستان او پاکستان لپاره يوه تګلاره اعلانوي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button