سعودي: په امنیتي ځواکونو راکیټي برید شوی

د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند منصور الترکي رسنیو ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې د القطیف ښار د منصوره په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په موټر هغه مهال برید ترسره شو چې په ګزمه بوخت ؤ .

چارواکو ویلي دي په برید کې یو پولیس وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان دي چې سمدلاسه د ښار روغتون ته لیږدول شوي.

د دې برید مسئولیت تر اوسه کومې ډلې ندی منلی خو په سعودي ځواکونو وخت ناوخت د یمن شیعه حوثي ملیشې او داعشې اورپکې بریدونه کوي.

د سعودي امنیتي چارواکي وایي د پیښې په اړه یې په سیمه کې پراخې پلټنې پیل کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د سعودي په امنیتي ځواکونو باندې حملو پدې وروستیو کې بې مخینې زور اخیستی او د چارواکو په وینا دا په تیرو دوو میاشتو کې ۷ اووم ځل دی چې په سعودي ځواکونو مرګونې حملې ترسره کیږي.
فرید افغان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button