(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۴)
په اروپايي هېوادونو کې د مسلمانانو پرضد د تاوتريخوالي او بريدونو پېښې ډيرې شوي، چې وروستی بريد يې په برتانيه کې پر يوې افغانې کورنۍ د تيزاب پاشلو پېښه ده.
په لندن کې ميشت د يوې افغانې کورنۍ غړي حبيب فضلي رسنيو ته ويلي، تېره ورځ پر دوی هغه مهال د تیزابو بريد وشو کله چې دوی د سودا اخيستلو لپاره بازار ته تللي و.
نوموړي بي بي سي ته ويلي، چې دوه سپين پوستي د دوی موټر خواته ورغلل او د شيشې د ښکته کولو غوښتنه يې وکړه، د شيشې له ښکته کولو سره پر دوی د تيزابو بريد وکړ، مسلمانانوته يې سپکې سپورې وکړې او په تېښته بريالي شول.

په دغه بريد کې دوه تنه زيانمن شوي دي.
تر دې لس ورځې وړاندې هم پر دوه مسلمانانو جميل مختار او ريشم خان باندې په لندن کې بريد شوی و، چې په سوشل ميډيا کې يې د مسلمانانو سخت غبرګونونه او غوصه راوپاروله.
له دغه بريد وروسته ګڼو لندن مېشتو مسلمانانو وويل، چې برتانيې کې د اسلام ضد کرکه ډېره شوې او دغه بريد يې د مسلمانانو پر ضد د کرکې ښکاره کولو بېلګه وبلله.
انډيپينډينټ ورځپاڼې ليکلي، کله چې پر مسلمانانو بريد وشي، رسنۍ ورته پاملرنه نه کوي او دغه بريد هم څوک ترهګري نه بولي.
سرچينې په بريد کې د زيانمن شويو کسانو له خولې ليکلي، که دغه بريد د اسيايي اتباعو پر ځای په لويديځوالو شوی وی نو رسنيو به دغه موضوع ګرمه ساتلې وه.
په دې وروستيو کې په اروپا او په ځانګړي ډول په برتانيا کې د مسلمانانو پر ضد د کرکې څرګندولو او بريدونو پېښې زیاتې شوي، چې حکومت يې هم په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.
تېره مياشت په لندن کې له جومات نه د مسلمانانو د راوتلو پر يو سړي پر هغوی موټر وخيژولو چې نهه مسلمانانو ته يې مرګ ژوبله واړوله، له هغې وروسته په ريل ګاډي کې دوه مسلمانان د بريدګرو له خوا په چړو ووژل شول.
د لندن ښاروال صادق خان چې يو پاکستانی مسلمان دی هم مني، چې دغلته د مسلمانانو پر ضد کرکه زياته شوې او زياتوي، چې د لندن پوليس د وسايلو د کمښت له امله په دغه ډول پېښو کې د تورنو کسانو په نيولو نه توانيږي.
-الماس خدرخېل-

















