موصل: داعشي ملیشو شاوخوا ۲۰۰ ترکمن اسیران وژلي

د ټي آر ټي آژانس د راپور له مخې د موصل ښار د ولایتي شورا مرستیال نورالدین کپلان رسنیو ته ویلي چې شاوخوا ۲۰۰ ترکمنان هغه وخت د داعشي اورپکو لاس ته ورغلل چې دسختو جګړو له ویرې د موصل ښار د تلعفر له سیمې څخه د تیښتې په حال کې ؤ.

نوموړی وایي: داعشیانو له دوه میاشتني قید وروسته ټول په ډلییز ډول له تیغه تیر کړل چې لسګونه ښځې اوماشومان هم پکې ؤ.
د عراق امنیتي چارواکي وایي چې داعشي اورپکو د څو میاشتو راهیسې په تلعفر ولسوالۍ کې د ملکي خلکو په کورونو کې خپل نظامي مراکز جوړ کړي، چې د عسکرو په وړاندې د سپر په توګه ورڅخه کار اخلي.

داعش د ملکیانو پدې عام وژنه تر اوسه کوم غبرګون ندی ښوودلی.
د یادونې وړ ده چې د موصل اکثریت برخې اوس دعراق امنیتي ځواکونو نیولې خو ویل کیږي داعشي ملیشې د تلعفر په نامه ښار کې چې ډیری اوسیدونکي یې ترکمنان دي اوس هم ځینې خوندي مراکز لري.

فرید افغان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button