افغان سوداګر: د ځمکې په پرتله هوایي تجارت راته ارازان او ګټور تمامیږي

د کندهار د لندې مېوې یوه سوداګر حاجي عزیز احمد رسنیو ته وویل په ټولیزه توګه د کندهار د مېوو د صادراتو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د افغانستان سرحدي لارې دي چې وخت نا وخت د همسایه هیوادونو لخوا په مختلفو بهانو تړل کیږي ، چې دې چارې تر هرچا په سوداګرو زیات منفي اثر ښندلی دی،او د مېوو سوداګرو او باغ لرونکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
د نوموړي په وینا هوایي لار راته هم ارازانه او هم آسانه تمامیږي.
دی وايي، باغ لرونکي او سوداګر ټول د دغې هوایي د دوام او پراختیا ته هیله مند دي او په دې تمه دي چې په راتلونکې کې د هند تر څنګ اروپايي او امریکايي هېوادونو ته هم د هوا له لارې صادرات پيل شي.
سوادګر وایي هندوستان ته د ځمکې له لارې پر یوه کیلو ګرام ۶۰ سینټنه لګښت راځي، چې تولټال ۶ ورځې وخت نیسي خو د هوا له لارې د مېوو لېږد په څو ساعتونو کې ترسره کېږي او پر یوه کیلوګرام ۲۰ سینټه لګښت راځي.
نوموړي رسنیو ته وویل چې تېر کال هم یوه کمه اندازه مېوه د سوداګرو په شخصي هڅو د هوا له لارې هند ته ولېږدول شوه چې د یوه کیلوګرام مېوې پر لېږد ۴۵ سینټه لګښت راته، خو اوسنۍ بیه تر نیمايي ډېره ټیټه یعنې ۲۰ سینټه ده چې سوداګرو او باغ لرونکو ته ډېره لویه ګټه ده.
هوایي ترانزیټ ته هیلې پداسې حال کې زیاتې شوې چې ټاکل شوې چې په څو ورځو کې بع له کندهار د انګورو د حاصلاتو ټولولو لړۍ پیلېږي چې هره ورځ به یوازې د سپین بولدک له لارې پاکستان ته ۲۰۰ ټنه انګور صادرېږي.
فرید افغان



