
ډېر اندېښمن يې، کارونه دې ډېر ګډوډ دي!
ليکنه: بيهان بوداک
ژباړن: منيب الرحمن رحماني
فکر کوې چې چا دې په سر توپانچه اېښې، لکه د يو لوړ ځای نه چی غورځېږې، بې حضوره یې، فکر کوې هر څه برباد دي. دا په دې معنی چې په لويو اندېښنو کې لوېدلی یې. دلته څو داسې لارې چارې درته وړاندې کوو چې د اندېښنو په وخت کې ستاسې قوت يو په دوه کړي.
- د تېر وخت په اړه فکر وکړه، کېدی شي ددې نه په لويو ستونزو کې لوېدلی وې. فکر به دې کوه چې دا ستونزه نشې حل کولی، ستا د وسې باندې ده، نا امېده به وې، چا درسره مرسته نه کوله خو اوس هغه ستونزه حل شوې. هغه ستونزمن وخت تېر شوی، ژوند دوام کوی، دا اصل دی چې هیڅ شی په يو حالت نه پاتې کېږي نو امېد لره چې سبا به د پرون په څېر بيا رڼا راشي.
- فکر کوې غرق شوی یې، ختم شوی یې، یوازې پاتې شوی یې خو فکر وکړه ختم کېدل ستا په اند څه دي؟
د ځان نه دا پوښتنه وکړه چې تر ټولو بد احتمال به څه وي؟ داسې مه وايه چې حتا نه غواړم فکر وکړم بلکه ارام کېنه او داسې فکر وکړه چې تر ټولو بد احتمال څه دی؟ که دا بد احتمال ريښتيا شي څه به کوې؟ کومه لاره به انتخابوې؟
ډېر وخت دا پوښتنه چې ترټولو بد احتمال به څه وي؟ سړي ته دا ځواب ورکوي چې دومره خو هم بد او خطرناک نه دی، کېدی شي ووايي چې په دومره خفګان نه ارزېده.
- په کومه ستونزه کې چې اوس ګير يې ددې آينده فکر وکړه، مثلا د نن نه ۵ مياشتې وروستني وخت فکر وکړه، کېدی شي څو مياشتي وروسته دې دا ستونزه هیڅ په ياد رانشي، ډېر وخت لوي رسم ليدل او آينده په فکر کې را ژوندی کول ستاسې اندېښنې نيم په نيمه راکموي.
- په يو ځاي کې دنده ترسره کوي او ريس تل په تاسې انتقادونه کوي، سبا د يو ملګری څنګ ته ځي او خپل زړه مو ورته تشوی په پای هغه هم خپل حال تاسې ته وايي ګورې چې هغه هم همداسې فکرونه لري. دلته تاسې پوهېږي چې ستونزه دا ده چې تاسې د ريس خبرې يوازي ځان پورې تړلي حال دا چې دا خبرې ريسان ټولو د لاس لاندې خلکو ته کوي او حالت ډېرو ځايو کې يو شی دی.
- او اخري يې دا چې موږ مسلمانان يو په الله قادر مطلق دا باور لرو چې هغه په هرڅه قادر دی، د شپې په تياره کې په يوازی کوټه کې دوه رکعته لمونځ وکړئ وروسته مو پخپلو ګناهونو اعتراف وکړئ دالله نه بښنه وغواړئ داسې هغه سره راز او نیاز وکړئ لکه هغه چې تاسې اوري او ستاسې غوښتنې قبلوي، په خپلو اوښکو هغه راضي کړئ او د خپل څښتن نه څه چې غواړئ وغواړئ، دا به ستاسې زړه مطمين کړي او تاسې به دا فکر وکړئ چې تاسې داسې پالونکي ذات لرئ چې نړۍ د هغه په امر يا ګل ده يا اغزی.



