کندز: اربکيانو د عشر ټولولو پر مهال څلور کسان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۴)
د کندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې محلي پوليسو (اربکيانو) د عشر ټولولو پر مهال د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.
پېښه تېره ورځ ماسپښين ناوخته د صندق سای په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د سيمې يو تن اوسېدنکي محلي پوليسو ته د عشر ورکولو څخه انکار وکړ، هغوی پرې ډزې وکړې څلور تنه يې ووژل او يو بل ټپي شو.
سيمه ييز اوسېدونکي وايي، په ياده پېښه کې د يوې کورنۍ څلور تنه وژل شوي او يو بل ټپي دی، چې ټول سره ورونه دي.
د خان اباد ولسوالۍ امنيه قومندان عبدالظاهر پېښه تائيدوي او وايي چې دغه کسان د سيمه ييز قومندان (متينک) اړوند دي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې دغه سيمه ييز پوليس له دوی څخه د وسلې په زور پيسې او نور خوراکي توکي هم اخلي.
د خان اباد په ګډون د کندز په يو شمير ولسواليو کې حکومت د طالبانو سره د جګړې لپاره سلګونه سيمه ييز پوليس وسله وال کړي، چې ډیری يې په وسله والو غلاوو، اختطافونو او قتلونو کې لاس لري.
-الماس خدرخېل-



