هېڅکله به تیار نه شې!

لیکوال: بيهان بوداک

ژباړن: منيب الرحمن رحماني

هېڅ وخت  طلايي فرصتونو ته مه منتظر کېږه، مخې ته چې کوم انتخابونه لرې هغه وڅېړه، بريالي انسانان فرصتونو ته نه په تمه کېږي خپله فرصتونو جوړوي.

ډېر کله چې د يو کار فرصت مخې ته راشی له لاسه يې ورکوو ځکه فکر کو چې ورته تيار نه يو، پوره معلومات نلرو يا فکر کو چې تجربه نلرو او په آخر کې هغه فرصت له لاسه ورکړو.

ډارېږو چی غلطي ونکړو، څه به کوو؟څه رقم به يي کوو؟ چېرته به ځو؟

خو حقيقت دا دی که دې مخې ته هر څومره ښه فرصت راشی ته به هېڅکله ورته تيار نه وې، بريالي خلک تل د فرصت په اړه فوري اقدام کوي تياري ته نه ګوري، خطر منی او داسې کاميابي ته رسېږي.

زموږ نه هېر خو موږ د ماشومتوب د دورې يو خاصيت لرو هغه دا چې د لويد لود خطر سره سره کوشش کوو چې پاڅېږو، په پښو و درېږو، حرکت وکړو د لوېدلو د خطر په منلو سره نوي شيان زده کوو، تلل زده کوو.

خو څومره چې لويېږو هومره په ارام او تخت مینېږو، هم زحمت او خطر نه منو هم روښانه ژوند غواړو.

هر فرصت، هر کار، هر پيل سختي او ځينې خطرونه لري، هيڅ کار او فرصت به سل په سلو کې د بريا ګرنټي درنکړي.

ترټولو بد احتمال به دا وي چې ناکام شو خو يو خوا به تجربه شی، بيا به ددې خطا نه ځان ژغورلي وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button