افغان حکومت له خپل دښمن سره په ګډه د طالب ضد عملیات پیل کوي

اولياء عمري
دا چې د افغانستان دفاع وزارت د پنجاب سره د ګډې توافقنامې له مخې د ډیورنډ په اږدو کې په سیمه کې د طالبانو په وړاندې عملیات پیل کوي د افغان دولت هغه بهانه ختموي چې ګواکي دا غیور طالبان، پنجابیان دي.
پاکستان هم د امریکا تر څار لاندي او دافغان دولت په ښوونه د غیورو طالبانو په وړاندي ګډ عملیات پیل کول غواړي تر څو د طالبانو پټنځایونه په نښه کړي خو آیا پاکستانه! تا ته دا نه دی معلومه چې له کوم غره سره دا چینجن سر وهې.؟
لکه لمر روښانه خبره ده چې طالب د اعلاء کلمة الله لپاره خپل سر په لاس کې د کفر او د هغه د ګوډاګې په ضد یوه با ایمانه مبارزه پیل کړې او په مخ یې پسې وړي.
طالب د رب لا یزال جل شانه ماسواء د بل چا غلامي ته سر هیڅکله هم نه ټیټ کړی او نه یې ټیټوي، طالب یو د ذولجلال غلامې ته لبیک نعره کړې ده.
دا چې لاس پوڅی ، د امریکا مخته جارو وهونکی تش په نامه حکومت هر څومره هلې ځلې وکړې خو بیا هم طالب،چې رب یې ناصر دی نشي ناکامولای.
اې د کفر مخته جارو وهونکې! تا خو تر پرونه پورې دا دعوه کوله چې زه له پنجاب سره جنګیږم او پنجابیان مونږ وژني؛ نو نن ولې هغه پنجاب سره اوږه په اوږه د غیرت مند طالب په ضد عملیات پیل کوې؟
نږدې ۱۷ اولس کاله ۴۳ ناروا اشغالګرو کفري هیوادونو ستاسو په ملتیا له طالب سره وجنګېدل او آخر کار یې دا شو چې په خپله مرداره خوله یې د ناکامۍ اعلان وکړ.
او بل د پاکستان چنجن حکومته! ته چې د طالب ضد عملیات شروع کوې آیا تا ته معلومه هم ده چې چا سره سر وهې؟ هغه غیور طالب سره د جنګ اعلان کوې کومو چې ۴۳ ناروا اشغالګر په ګونډو کړل.
تا خو اولس په همدې غولولو چې زه د پنجاب په ضد جنګیږم ،نو اوس به ته اولس ته کومه داسي بهانه وکړې چې سپیڅلی او مجاهد اولس ورباندې وغولوې اوس خو دې د پنجاب بهانه هم ختمه شوه.



